د شینوارو قوم مشرانو سره د ولسمشر غني لیدل کتل وشو

د شینوارو قوم مشرانو سره د ولسمشر غني لیدل کتل وشو جمهوررئیس محمد اشرف غني نن سهار د شینوارو قوم مشرانو، متنفذینو او د ننګرهار د ولایتي شورا رئیس سره په ارګ کې پر مختلفو موضوعاتو باندې خبرې وشوې.
په پیل کې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح د هیواد او نظام د دفاع او ساتنې، د انکشافي پروژو او جوماتونو جوړېدو او د ولسي پاڅون کوونکو د ملاتړ په اړه د شینوارو مشرانو ژمنتیاوې، غوښتنې او وړاندیزونه چې دمخه یې ورسره شریکې کړې وې، له جمهوررئیس سره مطرح کړې.او په دې اړه ېې د اجرااتو غوښتنه هم وکړه.
ولسمشر غني یادو مشرانو ته د ښه راغلاست پرمهال په پکتیکا کې د یو شمېر سرتېرو د شهادت د تسلیت او غمشریکۍ پرمهال وویل، شینوارو د افغانستان د نورو وروڼو قومونو په څېرتل په مېړانه او ملي روحیه هیواد، نظام او د افغانستان ازادي ساتلې. د داعش پر وړاندې ستاسو مېړانه بېسارې وه.

محمداشرف غني د شینوارو قوم مشرانو ته په خطاب کې وویل، د جمهوري ریاست لومړی مرستیال به له اړوندو ادارو سره په همغږۍ ستاسو غوښتنې او ستونزې تعقیب او حل کړي.هغه وویل چې ډېر ژر به اړوندې ادارو ته خپله هم وظیفه ورکړم چې ستاسو غوښتنو په اړه لازم اجراات وکړي.
د هیواد جمهوررئیس اوسني وضعیت ته په اشارې وویل، د هیواد د مېړنیو امنیتي او دفاعي ځواکونو او د ولسونو د ټینګ ملاتړ له برکته به له دې وضعیت څخه وځو او د ننګرهار په ګډون د ټول افغانستان خوندیتوب زموږ لومړیتوب دی. د ولسونو او مشرانو مشورې مهمې دي او پالیسیو کې ورته پام کېږي