سیمه ییز خبرونه

د طالبانو او هند ترمنځ د اړیکو ښه کېدل او د پاکستان اندېښنې

د پاکستان له رامنځته کېدو سره سم دغه هېواد په افغانستان کې د هند له نفوذ ویره لري

تازه د هند د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او پاکستان د څانګې مشر جي پي سنګ کابل ته سفر کړی او د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره یې کتلي دي.

خو اسلام اباد بیا تل د نوي ډهلي او کابل تر منځ له دا ډول اړیکو او لیدنو ویره لرلي ده.

د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې هند د طالبانو له حکومت سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراخولو ته لېواله دی.

د افغانستان بازارونو ته د هندي تولیداتو رسول

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم پر اېکس پاڼه لیکلي، امیر خان موتقي له جي پي سنګ سره د افغانستان او هند پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي او ټرانزیټي مسایلو خبرې کړې دي.

نوی ډهلی هڅه کوي چې د افغانستان بازارونو ته خپل تولیدات ورسوي او د پاکستان لاس ورلنډ کړي چې د همدې لپاره په دې کتنه کې هند د چابهار بندر له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا ملاتړ هم وکړ.

نور ولولئ: امیر خان متقي وايي، رسمیت پېژندنه د فشار په توګه کارول کېږي

نور ولولئ: د اړیکو په ښه والي کې د پاکستان نوي حکومت ته د امیرخان متقي تمه

نور ولولئ: له حامد کرزي سره یوه هندي چارواکي جي پي سنګ کتلي دي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت لیکلي، چې د هند د بهرنیو چارو وزارت چارواکي له داعش سره د طالبانو د مبارزې، فساد او له نشه یي توکو سره د مبارزې ستاینه کړې ده.

د پاکستان اندېښنې به نورې هم زیاتې شي

که څه هم په افغانستان کې د نورو نظامونو په څېر طالبان هم په سیمه کې د افغانستان پر متوازن سیاست ټینګار کوي، خو دغه ټکی د اسلام اباد اندېښنې نه شي حل کولی او نه یې پخوا حل کړي دي.

په دې لیدنه کې متقي ویلي، طالبان غواړي له هند سره سیاسي او اقتصادي اړیکې د ‘متوازن سیاست’ له لارې پیاوړې کړي.

india & taliban
د طالبانو او هند ترمنځ د اړیکو ښه کېدل او د پاکستان اندېښنې

د تاریخ په اوږدو کې پاکستان دې ته حاضر نه دی چې په افغانستان کې دې هند نفوذ ولري، خو د کارپوهانو په وینا په اوس وخت کې د افغانانو پر وړاندې د پاکستان ناسم سیاستونه ددې لامل شوي چې د پنجاب په مقابل کې د افغانانو کرکه اوج ته ورسېږي او دلته د هند نفوذ ته لار هواره شي.

اسلام اباد د افغانستان په مقابل کې د نیابتي ډلو د جنګولو لپاره زمینه برابره کړې، تر څو د هغو دولتونو په مقابل کې وجنګېږي چې د هند له دولت سره نږدې اړیکې غواړي، خو دا ځل داسې ښکاري چې نور یې دغه لوبه بایللې ده.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button