ژوندنړیوال خبرونه

د طالبانو حکومت د اوږدو لارو په هره سل کيلومترۍ کې جوماتونه جوړوي

د طالبانو حکومت د رئیس الوزرا په مشرۍ د کابینې په وروستۍ غونډه کې پرېکړه شوې چې د افغانستان د لویو لارو په اوږدو کې په هرو سلو کیلومترو کې دې یو جومات جوړ کړل شي

دغه پرېکړه د طالبانو سرپرست حکومت د کابينې په ۲۹مه غونډه کې شوې ده. د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس وایي چې د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ته دنده سپارل شوې چې هر جوړېدونکی جومات باید د نارینه وو او ښځینه‌ وو لپاره بېل ځایونه او ټولې لازمې اسانتیاوې ولري او ساتنه یې وکړي.

د طالبانو حکومت د لویو لارو په اوږدو کې د نویو جوماتونو د جوړولو لپاره اقدام داسې مهال کوي چې په هېواد کې د ننه د هوا له لارې د لیرې سفرونو په برخه کې د ستونزو له امله اوس ډېری خلک د ځمکې له لارې په بسونو او نورو مسافر وړونکو موټرو کې سفر کوي.

د کابینې په پریکړه کې داسې ویل شوي چې: د اسلامي امارت اقتصادي کمېسیون دې د لویو لارو پر سر د تیلو د ټانکونو مالکان له خپلو ټانکونو سره جوماتونو جوړولو ته وهڅوي.

په ورته مهال ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته هم په دې اړه دنده سپارل شوې ده

د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ په دې غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت یوه پلاوي ته هم دنده سپارل شوې چې په کابل ښار کې دې د نویو جوماتونو د جوړولو لپاره ځایونه مشخص او خپله څېړنه دې د کابینې له غونډې سره شریکه کړي.

دغه دنده د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستيال وزير او تر لاس لاندې پلاوي ته سپارل شوې ده.

ځینې خلک نیوکه کوي چې حکومت تر ټولو اړین مسوولیتونه تر شا پریښي او له اړتیا پرته یې د جوماتونو جوړولو ته مخه کړې

ډېرو خلکو د کابينې دغه پرېکړه ستايلې ده، ډېری نور بيا به دې نظر دي چې حکومت دې لومړی د خلکو غوښتنو ته په پيل کې رسيدګي وکړي او په وينا يې خلک د تعليم حق غواړي خو دوی جوماتونه جوړوي.

نور ولولئ: امریکا کې د سني او شیعه مسلمانانو ګډ جومات پرانیستل شو

د دوی په وينا په کافي شمېر جوماتونه د لمونځ کولو لپاره شته او وخت د دې دی چې حکومت د خلکو اساسي غوښتنو ته لبیک ووايي.

حکومت لا هم د خلکو دغو غوښتنو ته واضح ځواب نه دی ويلی او مالومه نده چې تر کومه به د مکتبونو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ تړلې وي.

په تازه پېښه کې طالبانو د نجونو د زده کړو فعال مطیع الله ویسا نیولی دی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button