نړیوال خبرونه

د طالبانو دفاع وزیر له ګاونډيو هېوادونو څخه غوښتي چې د افغانستان الوتکې ور وسپاري

د طالبانو د دفاع چارسمبالي وزير ملا محمد يعقوب مجاهد له هغو هېوادونو چې د افغاستان الوتکې په کې دي وغوښتل چې بېرته دې يې افغانستان ته وسپاري. ښاغلي مجاهد (۱۱ جنوري) کابل کې د هوايي ځواک قومندانۍ کې د وینا پر مهال د تاجکستان او ازبکستان په ګډون ګاونډيو هېوادونو ته خبرداری ورکړ چې د افغان هوايي ځواک هغه چورلکې چې د تېر حکومت د پرځېدو پر مهال دغو هېوادونو ته وړل شوي باید بېرته ورکړل شي.

نوموړي زياته کړه “دوی زموږ طیارې او زموږ جهازونه، هلیکوپټـر دي، که هر څه دي، هغه دې بېرته هېواد ته راولي. که یې نه راولي، بیا موږ کولای شو چې خپل د وس مطابق عکس العمل وښیو. ډېره حوصله مو کړې ده،‌ ډېر صبر مو کړی دی، نوره زموږ حوصله تمامېږي”. محمد یعقوب مجاهد په دې وینا کې د افغان هوايي ځواک له هغو پیلوټانو او انجنیرانو چې له هېواده وتلي وغوښتل چې بېرته خپل وطن ته ستانه شي او دندو ته دوام ورکړي.

نور یی ولوله | د افغانستان لپاره ملګرو ملتونو د پنځه میلیارده ډالرو کمک غوښتنه کړې

د نوموړي دغو څرګندونو ته تر اوسه د تاجکستان او ازبکستان چارواکو غبرګون نه دی ښودلی خو د پرځېدلي افغان حکومت د ولسمشر لومړي مرستیال امر الله صالح له دغه وینا لږ وروسته پر خپل ټویټر دا د ګاونډیانو ګواښل بللي دي. په تېره لږه موده کې طالبانو له پاکستان سره پر ډیورنډ کرښه او له ترکمنستان او ایران سره پر پولو نښتې او جنجالونه کړي خو وروسته د طالبانو حکومت ويلي چې هر څه به له ډيپلوماتیکو لارو حلوي.

دا لومړی ځل دی چې طالبان خپل ګاونډیانو ته په دې کچه تونده ژبه کاروي او خبرداری ور کوي. بل پلو د طالبانو لوی درستيز مولوي فصيح الدين فطرت ويلي، دوی هڅه کوي چې د خپلو پوځيانو شمېر ۱۵۰ زرو ته ورسوي. د افغانستان ملي تلويزيون د ښاغلي فطرت له خولې ويلي چې دوی لا دمخه ۸۰ زره سرتېري روزلي دي. طالبانو تر دې مخکې ويلي وو چې “اسلامي پوځ” به په راتلونکو دوو کلونو کې بشپړ شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button