نړیوال خبرونه

د طالبانو دفاع وزیر محمدیعقوب مجاهد له خپل قطري سیال سره کتلي

د طالبانو د دفاع وزیر یعقوب مجاهد او قطر دفاع وزیر له یوه او بل سره کتلي دي

د طالبانو د رژیم دفاع وزیر او لوی درستیز تېره ورځ قطر ته سفر وکړ چې د یو شمېر هېوادونو د دفاع وزیرانو په کنفرانس کې ګډون وکړي.

د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب او د دغې ډلې د پوځ لوی درستیز فصیح الدین فطرت د قطر له دفاع وزیر خالد بن محمد العطیه سره کتلي دي.

ددې لیدنې په اړه پوره جزیات په لاس کې نشته

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو او «د دواړو هېوادونو د ګټو پر پراختیا» خبرې وشوې، خو د یادې لیدنې په اړه له دې ډېر جزیات نه دي ورکړل شوي.

taliban2
د طالبانو دفاع وزیر محمدیعقوب مجاهد له خپل قطري سیال سره کتلي

طالب ویاند مجاهد نن سې شنبه د (کب ۱۵مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په دغې غونډه کې د طالبانو او قطر یو شمېر نورو جګپوړو چارواکو هم ګډون لاره او په هغه نندارتون کې یې هم ګډون وکړ چې د ډول، ډول وسلو نمونې په کې ایښودل شوې وې.

نور ولولئ: پاکستان کې افغان کډوال؛ د پاکستان د چلن پر وړاندې د ملا یعقوب توند غبرګون

نور ولولئ: قطر ته د محمدیعقوب مجاهد سفر او د دفاع وزیرانو په کنفرانس کې ګډون

د طالبانو دفاع وزیر ملا محمدیعقوب مجاهد او دغې ډلې لوی درستیز د یکشنبې په ورځ (د کب ۱۳مه) قطر ته تللي دي.

تر دې وړاندې ویل شوي وو چې طالب چارواکي له قطري چارواکو سره د لیدنې ترڅنګ د دغه هېواد په «ډیمډیکس دفاعي» نندارتون کې د ګډون لپاره ځي.

taliban1
د طالبانو دفاع وزیر محمدیعقوب مجاهد له خپل قطري سیال سره کتلي

د قطر او طالبانو ترمنځ نږدې اړیکې

قطر له هغه وخته له طالبانو سره نږدې اړیکې لري چې دغه ډله د افغانستان د پرځېدلي جمهوري نظام پر وړاندې جنګېده. وروسته داسې راپورونه هم ورکړل شول چې قطر طالبانو ته د جګړې د حمايي لپاره پیسې او نور امکانات ورکول.

قطر د طالبانو یوه پلاوي ته په دوحه کې دفتر ورکړ او هلته یې د امریکا په مرسته په نړیوال دریځ کې د لیدو کتو زمینې ورته برابرې کړې.

که څه هم قطر طالبان په رسمیت نه پېژني او نه یې په «ډیمډیکس دفاعي» کنفرانس کې ورته ددغې ډلې بیرغ پرېښی و، خو بیا هم له طالبانو سره د پردې تر شا اړیکې ساتي او په بېلابېلو برخو کې ورسره همکاري کوي.

دوحه هڅه کوي چې د امنیت شورا تر بندیزونو لاندې طالب مشرانو ته د نورو هېوادونو له مهمو سیاسي اشخاصو لپاره ورته د ملاقاتونو زمینه برابره کړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button