سفر خبرونه

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مکسو ته په فارمټ ناسته کې د ګډون په موخه تللی

طالبان چې تر اوسه په رسمیت نه دي پېژندل شوي، بهرنیو چارو وزیر یې په فارمټ ناسته کې د ګډون په موخه مسکو ته تللی دی

دوه کاله کېږي چې طالبان یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شوي، خو تر اوسه په نړۍ کې هېڅ هېواد د دوی حاکمیت په رسمیت نه دی پېژندلی او نه هم داسې څه تر سترګو کېږي.

نور ولولئ: امیر خان متقي وايي، رسمیت پېژندنه د فشار په توګه کارول کېږي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي، د روسیې په بلنه د مسکو جوړښت (مسکو فارمټ) په نامه سیمه ییزه غونډه کې د ګډون په موخه روسيې ته تللی دی. دغه ناسته د را روانې جمعې په ورځ د روسیې په کازان ښار کې کېدونکې ده.

طالبان به په یاده ناسته کې پر کومو مسایلو غږېږي؟

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې، ماریا زخارووا، ویلي، چې په دې غونډه کې به د افغانستان پر وضعیت، د افغانانو تر منځ پر روغې جوړې، د سیمې پر امنیت، او د افغانستان پر بیا رغونې خبرې وشي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند حافظ ضیا احمد هم پر اېکس ياپخواني ټوېټر د امیر خان متقي عکس خپور کړی او لیکلي یې دي، پلاوی د مسکو په غونډه کې د ګډون لپاره د روسیې په بلنه مسکو ته تللی.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د روسیې تاس خبري اژانس ته ويلي، امریکا ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

په دې غونډه کې ګډونکوونکي هېوادونه

په دې غونډه کې پر روسیې او هند سربېره د افغانستان د ټولو ګاونډيو هېوادونو لکه ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازي ګډون کوي.

د مسکو جوړښت وروستۍ غونډه د تېر کال په نومبر کې شوې وه، چې د طالبانو حکومت ورته نه و وربلل شوی.

نور ولولئ: متقي وايي، افغانستان به د ترانزیټ له پلوه د وصل مرکز وي

روسیې ویلي وو، د افغانستان په اړه یې د مسکو په غونډه کې د طالبانو استازو ته ځکه بلنه نه وه ورکړې چې کابل تر اوسه په دې نه دی توانېدلی، یو ټولګډونی حکومت جوړ او بشري حقونه خوندي کړي خو زياته کړې يې وه چې له طالب استازو سره په اړیکه کې دي ‌او د ناستې پايلې به له هغوی سره شريکې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په دا ډول غونډو کې د ګډون هڅې کړي خو پایلې یې نه دي تر لاسه کړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button