کورني خبرونه

د طالبانو د پوهنې وزير : په اسلامی چوکاټ کې د ښځو له زدکړو سره خلاف نه یو

 افغانستان  افغانستان

د طالبانو د پوهنې وزارت چارو سمبالي نور الله منير  ويلي چې د دوی حکومت د اسلامي شريعت په چوکاټ کې د نجونو د زدکړو مخالفت نه کوو ښاغلي منير ل ويلي چې د اسلامي نظام له رامنځته کېدو څخه  وروسته طالبانو په تدريجي ډول خپل کار پيل کړی او پدی وروستيو اوونيو کې يې زيات ښوونځي پرانيستي.

د طالبانو  واکمنی ته  له درسېدو څو اوونۍڅخه وروسته د هلکانو ښوونځي بيا پرانستی خو  د افغانستان په ډېر شمیر  ولايتونو کې له شپږم ټولګي څخه  پورته د نجونو ښوونځيو ته د پرانيستل کېدو اجازت ندی  ورکړی

ښاغلی  ويلي چې اسلامي امارت نه يواځی  دا چې د ښځو له تعليم سره مخالفت نه کوي بلکې دا یې اسلامي او قانوني حق ګڼي خو نوموړی وايي چې په اسلامي ټولنه کې د ښځو تعليم بايد په اسلامي چوکاټ کې ترسره شيږ نوموړی ديني عالمان د ښځو د تعليم په موخه په يوه داسې جامع پلان کار کوي چې افغانی

دا هم ولولئ | د اپل شرکت په چین کی د قرانکریم اړوند اپلیکشن بند کړی

  کلتور او اسلامي شريعت سره  ټکر کی نه وی  له دې څخه وروسته به د ښځو د زدکړې لړۍ پيل شي

د طالبانو د پوهني وزير څو اوونۍ وړاندې ويلي وو چې په افغانستان کې د نجونو د زدکړو لپاره پلان جوړوي خو دا يې ندی ویلی  چې کله به بشپړ شي. اوس مهال  کې په دې وروستيو اوونيو کې د ښځو ځينو ډلو په افغانستان کې د زدکړو او کار کولو د حق غوښتنه کړې او په دې موخه يې لاريونونه کړي چې په ځينو مواردو کې د طالبانو له ا لهړخ  تاوتريخوالي سره هم مخامخ شوي خو  چارسمبالي وزير منير ويلي چې په نصاب کې

 به بدلون راځي او نصاب به هم اسلامي وي. نوموړي دا هم ويلي چې د ښوونکو د معاشونو ستونزې د حل په موخه له يونيسف سره يې خبرې روانې کړی  د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (نونيسف) په دې وروستيو کې اعلان کړی و چې د نوي سيستم په رامنځته کولو سره به د افغان ښوونکو معاشونه په مستقيم

ډول ورکوي. يونيسف وړاندیهم   ويلي وو چې طالبانو په پنځو ولايتونو کې د نجونو منځنيو ښوونځيو ته د فعاليت اجازه ورکړې ده چې په هغو کې بلخ، جوزجان، سمنګان، کندوز او ارزګان شامل دي په دې وروستيو کې د نجونو د تعليم په تړاو  پر طالبانو د نړيوالو سازمانونو او ټولنيزو فعالانو فشارونه زيات شوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button