سیمه‌ییز

د طالبانو ستره محکمه: کاپیسا کې مو د یوې ښځې په ګډون ۵ تنه نور په دُرو وهلي

د طالبانو سترې محکمې د یوې ښځې په ګډون ۵ تنه په په کاپيسا کې په دُرو وهلي دي

طالبانو په کاپیسا کې د یوې ښځې په ګډون پنځه تنه د خلکو د سترګو په وړاندې په دورو وهلي

د طالبانو ستره محکمه وايي، چې په کاپیسا کې یې د یوې ښځې په ګډون پنځه تنو ته د «زنا او لواطت» په تور تعزیري سزا ورکړې ده. طالبانو په دې وروستیو کې ولسي خلکو ته په عام محضر کې سزاګانې ډېرې کړې دي.

د طالبانو له خوا په عام محضر کې خلکو

ته بدني سزا په نړۍواله کچه غندل شوې خو طالبان یې د «شریعت» تطبیق بولي.

د طالبانو سترې محکمې نن شنبه د (لیندۍ ۱۷مه) د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، چې د کاپیسا ولایت ابتدایه محکمې د یوې ښځې په ګډون پنځو تنو ته د «زنا او لواطت» په تور تعزیري سزا ورکړې ده.

نور ولولئ: د بامیانو والي: بند امیر کې د ښځو لپاره پارک جوړوو

نور ولولئ: طالب ویاند پر طالب چارواکو د امریکا بندیزونه وغندل

د خبرپاڼې له مخې، دغه پرېکړه د دغې ډلې د سترې محکمې له تایید وروسته د کاپیسا ولایت ابتدایه محکمې په عام محضر کې پر پنځو تنو عملي کړه.

په خبرپاڼه کې د تورنې ښځې او نارینه وو

د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي خو وايي، د محکمې د پرېکړې له مخې طالبانو د دوی له ډلې درې تنو ته یې یو ـ یو کال او شپږ میاشتې د بند سزا ورکړې او هر یو یې ۳۹ـ ۳۹ دورې وهلی دی.

او د دې تر څنګ یې څلورم کس ته یو کال د بند سزا د ورکولو تر خوا هغه ۲۰ دورې هم وهلی او پنځم کس ته یې دوه کاله د بند سزا اورولې او ۳۹ دورې یې وهلی دی.

طالبانو دا نه دي ویلي، چې تورنو کسانو ته یې د استیناف غوښتنې موقع ورکړې او که نه.

که څه هم پر طالبانو په عام محضر کې د بدني سزا ورکولو په اړه د بشري حقونو د ملاتړو سازمانونو له لوري سختې نیوکې کېږي؛ خو لا هم طالبان لږ تر لږه په یوه یا دوو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر خلکو په عام محضر کې بدني سزاوې عملي کوي.

د طالبانو دغه کړنې په نړۍواله کچه غندل کېږي؛ خو طالبان وایي دوی «د اسلامي شریعت» د تطبیق په موخه دغه چاره ترسره کوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button