Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

سیمه‌ییز

د طالبانو عدلیې وازرت: دوو کلونو کې یوازې په کابل کې له غصب ۶۶ زره جریبه ځمکه راګرځول شوې

طالبان وايي، یوازې په کابل کې یې د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې ۶۶ زره جریبه ځمکه له غاصبینو راګرځولې ده

د طالبانو د عدلیې وزرا ت وایي، چې دغې ډلې په تېرو دوو کلونو کې د کابل په بېلابېلو برخو کې څه باندې ۶۶ زره جریبه ځمکه له غاصبینو راګرځولې ده.

د دغه وزارت ویاند برکت الله رسولي پر اېکس خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د فعالیت له پیل راهیسې کابو ۶۶ زره او ۱۳۵ جریبه ځمکه د کابل په کچه راګرځول شوې ده.

د غصب شویو ځمکو لپاره اختصاصي محکمه

برکت الله رسولي زیاته کړې، چې یاده اندازه ځمکه د کابل په مرنجان تپه، ده کیپک، چهل دختران، څرخي پله، پغمان ولسوالۍ او په بېلابېلو نورو برخو کې موقعیت لري، چې د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې د پرېکړې پر بنسټ راګرځول شوې ده.

د طالبانو د عدلیې وزرا ت ویاند وایي، چې دغه ډله هڅه کوي غصب شوې ځمکې له غاصبینو او زورواکو بېرته را وګرځوي او دا بهیر د هېواد په ټولو ولایتونو کې په چټکۍ سره روان دي.

ښاغلی رسولي وایي، چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د ځمکو د څېړلو لپاره د هېواد په څلورو زونونو کې څلور اختصاصي محکمې او په هر ولایت کې د غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت یو تخنیکي پلاوی لري، چې دغو موخو ته د رسېدو لپاره کار کوي.

نور ولولئ: طالبان غاصبینو ته: غصب شوي ځمکې پرېږدئ، کنه شرعي چلند به درسره وکړو

نور ولولئ: په افغانستان کې د اهل هنود او سیکانو ډېری ځمکې غصب شوي دي

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د عدلیې وزارت د روانې میاشتې په ۱۹مه نېټه هم د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د ۳۷ زره او ۴۲۹ جریبه ځمکې د بېرته را ګرځولو خبر ورکړی و.

تر ټولو زیاته ځمکه په تخار ولایت کې

دغه وزارت همداراز ویلي و، چې تر ټولو زیاتې ځمکې یې په تخار ولایت کې له غصب څخه خلاصې کړي، چې شاوخوا ۱۰ زره جريبو ته رسیږي.

که څه هم له تېرو څو لسیزو راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په ډېره اندازه ځمکې د زورواکو، جهادي مشرانو، د ولسي جرګې د پخوانیو غړو او د لسګونو نورو چارواکو له خوا غصب شوې وې، خو اوس طالب چارواکي هم د ځمکو په غصب تورن شوي دي.

د راپورونو له مخې، د دغه کمېسیون د چارو له پیل راهیسې تر اوسه ۲۶ میلیونه جریبه غصب شوې ځمکې تثبیت شوي، چې له دغې اندازې بیا دوه میلیونه او ۷۲۶ زره جریبه غصب شوې ځمکه بېرته را ګرځول شوې ده.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button