ځایی

د طالبانو عدلیې وزارت: تېره میاشت مو ۳۰ زره جریبه ځمکه له غصب خلاصه کړي ده

د طالبانو عدلیې وزارت په یوه اعلامیه کې وايي چې تېره میاشت یې ۳۰ جریبه ځمکه له غصب خلاصه کړي ده

دغه وزارت ادعا کوي چې ۱۴ ولایتونو کې یې له غصب ۳۰ زره او ۳۱۱ جریبه ځمکه له هر اړخیزو څېړنو وروسته له غصب خلاصه کړي او دولتي ملکیت ته ګرځولي ده.

نور ولولئ: د طالبانو په زندانونو کې د شکنجې په اړه سروې

افغانستان کې نورو ستونزو تر څنګ د ټوپکسلارانو او جنګسلارانو له لوري د کابل په ګډون په اکثره ولایتونو کې د باارزښته او نورو ځمکو غصبول دي چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د دورې پر مهال یې د ملت لپاره د ګڼو حیاتي پروژو مخه ډب کړي وه او ادارو ته یې ستونزې ایجاد کړي وې، خو طالبان بیا وايي چې غصب شوي ځمکې او جایدادونه به بېرته له غصب خلاصېږي او حقدار ته به سپارل کېږي.

له غصب خلاصه شوي ځمکه په کومو ولایتونو کې وه؟

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس وايي، چې له غصب خلاصه شوې ځمکې ډېره برخه په کندز، کندهار، کاپیسا او فراه ولایتونو کې دي.

که څه هم خلک له غصب څخه د ځمکو خلاصون غواړي، خو دوی بیا د طالبانو پر دې کار نیوکه لري، ځکه دوی وايي چې اکثره داسې ځمکې غصب شوي بولي چې د تېر جمهوریت پر مهال ورته اسناد ورکړل شوي او دوی یې په بدل کې بانکونه ته پیسې تحویل کړي، خو طالبان بیا د عقدیي چلند له مخې له دوی دا ځمکې ګرځوي او وايي چې تاسو ته دا ځمکې او کورونه هغه دولت ولې درکول؟

نور ولولئ: د کانونو غیرقانوني استخراج؛ طالبانو د پنجشیر زمرود پلورلي

طالبان بیا زیاتوي چې دوی لومړۍ څېړنې کوي او بیا له خلکو غصب شوي ځمکې راګرځوي.

له پخوانیو چارواکو د ملکیت اخیستل

داسې راپورونه هم تر لاسه شوي چې په خوست، کندهار، ننګرهار، کابل، شمالي ولایتونو او هرات ولایت کې طالبانو له حمهوري دورې له چارواکو هغه جایدادونه او موټر هم اخیستي او له ځان سره بيولي چې دوی په شخصي پیسو رانیولي وو او اسناد یې هم درلودل. همدارانګه د موثقو سرچینو په حواله په ارګ او وزارتونو کې هغه زرې موټر چې له پخوانیو چارواکو پاتې وو، نادرکه شوي او په دغو ادارو کې نه لیدل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو یو شمېر وسلې او د پخواني ملي پوځ تجهیزات یې هم پاکستان ته اړولي او ځینې یې بیا نیول شوي او رسنیو ته هم ښودل شوي دي، خو تر اوسه داسې نه ښکاري چې د هغو مجرمینو ته دې سزا ورکړل شوي وي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button