هنر او ادب

د طالبانو له امیر د (RSF) غوښتنه: پر رسنیو لګېدلي محدودیتونه لرې کړئ

د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان په افغانستان کې پر رسنیو لګېدلو محدودیتونو اندېښمن کړی دی

د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان (RSF) په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا په رسنیو او خبریالانو باندې د محدودیتونو په زیاتیدو اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې رسنیو ته د طالبانو په لارښوونو کې په ځانګړي ډول ښځینه خبریالانې په نښه شوي دي.

د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان د چهارشنبې د ورځې ناوخته مارچ ۱۳(کب ۲۳) په یو راپور کې ویلي چې دغه سازمان ددغو لارښونونو له امله چې د ښځینه خبریالانو د جامو، غږیزو رسنیو ته د ښځو لاس رسي او د طالبانو د چارواکو د فلم او عکس اخیستلو په ګډون مخ په زیاتیدونکي ډول محدودیتونه په کې شامل دي په ژور توګه اندیښمن شوی دی.

media (3)
پر رسنیو د طالبانو محدودیتونه

د رسنیو د ځپلو لړۍ شدت

ار ایس ایف په دغه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د رسنیو د ځپلو لړۍ شدت موندلی او په ځانګړي ډول په کې رسنیو ته د ښځو لاس رسی، که خبریالانې دي، اوریدونکي او یا هم لیدونکي دي په نښه شوي دي.

د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ د میاشتې راهیسې یو لړ لارښوونې صادرې شوي چې دا کړنې په کې په واضح ډول څرګندیږي.

radio2
پر رسنیو د طالبانو محدودیتونه

نور ولولئ: طالبانو په کندهار ولایت کې پر تصویر او ویډیو اخیستو بندیز لګولی

نور ولولئ: د راډیو نړیواله ورځ؛ افغانستان کې راډیویي خپرونې ولې بې کیفیته دي؟

نور ولولئ: طالبانو په خوست کې په راډیوګانو کې د نجونو پر ټیلیفوني اړیکو بندیز ولګاوه

ار ایس ایف وايي د کندهار لپاره د طالبانو والي د سیمه ییزو طالبانو پر فلم او عکس اخیستلو باندې بندیز لګولی دی. د خوست په ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندان د ښځو له خوا راډیو او تلویزیون ته پر تیلیفون کولو باندې بندیز لګولی دی.

دغه سازمان ددغو محدودیتونو په لړ کې په ملي کچه د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست له خوا رسنیو ته د وروستیو سپارښتونو یادونه هم کړې او ویلي دي چې ددغه وزارت د سرپرست له خوا رسنیو کې د ښځینه خبریالانو د ښکاره کیدو پر مهال د تورو جامو چې یوازې سترګې یې په کې معلومې شي امر کړی او ددې لارښونې د نه عملي کیدو په صورت کې له کار څخه د هغوی د منع کیدو خبر ورکړی دی.

reporters
پر رسنیو د طالبانو محدودیتونه

د لګېدلو محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه

د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان د طالبانو په مشر ملا هبت الله اخوندزاده باندې غږ کړی چې پر خبریالانو او رسنیو باندې دې لګیدلي محدودیتونه چې دغه سازمان ځپوونکي اقدامات ګڼلي پای ته ورسوی.

ارایس ایف ویلي: ” په خوست کې د ښځینه اوریدونکو او کتوونکو د غږ چپول، په کندهار کې د طالبانو پر سیمه ییزو چارواکو د تصویر اخیستلو بندیز او په هیواد کې د ښځینه خبریالانو د جامو اړوند سخت محدودیتونه دا ټول د طالبانو د ایډیالوژۍ د سختیدو چې هدف یې په ځانګړي ډول ښځینه خبریالانې دي د اندیښنې وړ نښې دي”.

د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په ۱۸ د کندهار ولایت لپاره د طالبانو والي ملا شرین اخوند په یو لیکلي مکتوب کې ددغه ولایت له سیمه ییزو چارواکو او خپلو وسله والو غوښتي چې د خپلو غونډو پر مهال دې د عکس او فلم اخیستلو څخه ډده وکړي او یوازې په لیکلي او غږیز ډول راپور ورکولو ته اجازه شته دی.

د یادونې وړ ده، د طالبانو استخبارات هغه څوک چې په رسنیو کې ددوی پر رژیم انتقاد وکړي، په چټکۍ سره غواړي او توصیه ورته کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button