نړیوال خبرونه

د طالبانو محکمو د قصاص او سنګسار شاوخوا ۲۰۰ حکمونه صادر کړي

د افغانستان ستره محکمه چې د طالبانو له خوا اداره کیږي وايي چې دغې محکمې تراوسه د قصاص، دیه، سنګسار او رجم شاوخوا ۳۰۰ حکمونه صادر کړي دي

د سترې محکمې ادارې مرستیال عبدالمالک حقاني د پنجشنبې په ورځ د مې څلورمه په یو ویډیوي پیغام کې چې د دغې محکمې د ټویټر په پاڼه خپور شوی ویلي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې محکمې حدود او قصاص عملي کیدو ته ژمنتیا لري.

د سترې محکمې ادارې مرستیال ویلي چې تراوسه ۱۷۵ کسانو ته د قصاص، ۷۹ کسانو ته د دیه (خون‌بها) د ورکولو او ۳۷ نورو ته د سنګسار د سزاګانو حکمونه صادر شوي دي.

نور ولولئ: طالبانو په پکتیا کې پنځه تنه عام محضر کې په درو وهلي

همداشان څلور تنه چې ښاغلي حقاني بدکاران بللي د محکمو د حکم له مخې تر دیوال لاندې شوي دي.

د طالبانو د سترې محکمې د مرستیال د مالوماتو پر اساس ۱۰۳ تنو باندې شرعي حدود او ۱۵۶۲ تنو نورو ته تعزیري سزاګانې ورکړل شوې دي.

د طالبانو د حکومت د سترې محکمې دغه چارواکي ویلي د طالبانو د محکومو ځینې پریکړې عملي شوي او ځینې نورې د عملي کیدو په حال کې دي

د عبدالمالک حقاني د وینا له مخې د “حدود او قصاص” اړوند قضیو باندې پریکړې ډیر دقت ته اړتیا لري او دا ډول قضیې طالبانو د سترې محکمې د عالي شورا او د حکومت د کابینې د پریکړو وروسته د طالبانو د مشرتابه له خوا د ارزونې او څیړنې وروسته تائید او عملي کیږي.

د طالبانو محکمو د قصاص، دیه، سنګسار او رجم په ګډون دا پریکړې په داسې حال کې کړي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د تیر لمریز ۱۴۰۱ کال په وروستیو کې د دغو محکمو د یو شمیر قاضیانو سره په کتنه کې په محکمو کې د شریعت د احکامو په تطبیق ټینګار کړی و.

د طالبانو د محکمو له خوا دغه ډول پریکړو ته په نړیواله کچه غبرګونونه ښودل شوي دي

د اروپايي پارلمان ريیس روبرتا متسولا د تیرکال د اکتوبر په میاشت کې د طالبانو له خوا په عام محضر کې د درو د وهلو د سزا د تطبیق وروسته ویلي و چې نړۍ به ډیر ژر په افغانستان کې په عام محضر کې د اعدام او سنګسار د سزاګانو د تطبیق شاهده هم اوسي.

نور ولولئ: د امریکا محکمه: د افغانستان کنګل شوې پیسې دې د سپتمبر ۱۱مې د قربانیانو کورنیو ته نه ورکول کېږي

همداشان د طالبانو له خوا د دغو سزاګانو تطبیق په اړه ځینو نورو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو هم غبرګون ښودلی او د طالبانو له خوا دا ډول سزاګانې یې غندلي دي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د تیر لمریز کال د قوس په میاشت کې په عام محضر کې مجرمانو ته د شرعي سزاګانو او شرعي حدودو د تطبیق په اړه د نړیوالو ادارو او لودیځو هیوادونو دا انتقادونه د اسلام دین ته سپکاوی ګڼلی و.

طالبانو د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلنو ترمنځ د خپلې واکمنۍ په لومړي ځل هم په افغانستان کې په عام محضر کې د قصاص د سزا په ګډون شرعي سزاګانې تطبیقولې.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button