نړیوال خبرونه

د طالبانو مخالفو څېرو په افغانستان کې د انتقالي حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ

د طالبانو له راتګ وروسته دا څوومه ډله ده چې د دوی د مخالفت اعلان کوي

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا تر نامه لاندې یو شمېر غړو د ۱۴۰۲ لمریز کال په درشل کې یوه نوې طرحه وړاندې کړې چې بنسټیز هدفونه یې له طالبانو سره خبرې اترې، د مشخصو دندو سره د دوه کلن انتقالي حکومت رامنځته کول، د نوی اساسي قانون تصویب او بالاخره په افغانستان کې د ټاکنو ترسره کیدل په کې شامل دي. دغې شورا په بهر کې د خپل رسمي سیاسي دفتر پر پرانیستلو هم ټینګار کړی دی چې مهم غړي یې عطامحمد نور، عبدالرشید دوستم او حاجي محمد محقق دي.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا یو شمېر غړو د ۱۴۰۲ لمریز کال په درشل کې یوه نوې طرحه وړاندې کړې چې بنسټیز هدفونه یې له طالبانو سره خبرې اترې، له مشخصو دندو سره د دوه کلن انتقالي حکومت رامنځته کول، د نوي اساسي قانون تصویب او بالاخره په افغانستان کې د ټاکنو ترسره کیدل په کې شامل دي. دغې شورا په بهر کې د خپل رسمي سیاسي دفتر پر پرانیستلو هم ټینګار کړی دی.

د دغې شورا لخوا له بحران څخه د هېواد د ژغورلو تر نامه لاندې طرحه کې ادعا شوې چې طالبانو د ۲۰۲۱ ميلادي کال د اګست په میاشت کې د ځانګړو بهرنیو کړیو په همکارۍ د پټې دسیسې له مخې په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، خو دا ندي په ډاګه شوي چې دا ځانګړې بهرنۍ حلقې څوک دي.

دوی طالبان په ځينو ناوړه کړنو هم تورن کړي

دغې شورا همدا راز طالبان په تاوتریخوالی، برتري غوښتنې، قومي، مذهبي او سیاسي تصفیې تورن کړي او ټینګار یې کړی چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ښځې او نجونې له خپلو خورا لومړنیو اساسي حقونو بې برخې دي چې پکې د تعلیم او کار له حق څخه هم محروم شوي دي. د دې شورا غړو دا هم ویلي چې طالبانو اساسي قانون او نور قوانین لغوه کړي او ځای یې د طالبانو صحرایي او سلیقوي محکمو نیولی دی.

د دغه طرحې له مخې د طالبانو له واکمنۍ وروسته افغانستان په عمل کې د ترورېزم په خوندي پټنځای اوښتی او د سخت دریځو د راټولیدو ځای شوی دی، چې نه یوازې افغانستان ته ګواښ پېښوي، بلکې سیمې، ګاونډیو هېوادونو او نړي ته یې هم نوې جدي ننګونې رامنځته کړي دي.

نور ولولئ: د حکومتونو مخینه او د طالبانو د حکومت دویم کال

د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د ملي مقاومت پياوړتيا او پراخول، د میداني فعاليتونو او پراخو لاريونونو او مدني نافرمانيو پيلول او په مرکز او ولايتونو کې د طالبانو د نامشروع ادارې د ماشين فلج کول په داخلي کچه د دغې شورا له مهمو کړنو څخه دي. خو دغې شورا دا نه ده څرګنده کړې چې که طالبان يې وړانديز رد کړي، د دوی پر ضد به وسله واله جګړه پيل کړي او که نه.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button