نړیوال خبرونه

د طالبانو مشر بیا ټینګار کړی چې طالبان دې د عمومې عفوي فرمان درناوی وکړي

د افغانستان دولتي سرچینه وايي د طالبانو مشر ښاغلۍ هبت الله اخوندزاده په کندهار کې له ځايي چارواکو سره خبرو کې بیا ټینګار کړی چې طالبان دې د عمومې عفوي فرمان ته درناوی وکړي او د تیر دولت کارکوونکي دې نه ضوروي دا وینا داسې وخت کۍ کېږي چې په دې وروستیو کې په بېلابېلو سیمو کې د طالب وسله والو لخوا د تیر دولت او په تېره امنیتي کسانو د کړونې او آن وژنو رپوټونه ورکړل شوي دي

دا ښايي په یو ډول د طالبانو لیکو کې د مشرتابه د فرمان او امر د نه منلو خبره وي چې د ټولبښنې له اعلان وروسته هم د پخواني پوځ ډېر کسان کړول شوي دي  دې اندېښنې په بیا بيا طالب مشران ټینګار ته ولاړ کړي چې خپلو وسله والو ته ووایي چې ‘خلک مه کړوی

دا سرچینه وايي د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخونزاده کندهار کې له چارواکو سره د لیدنې پرمهال ویلي ”زما د عفوي د فرمان درناوی وکړئ د تېر دولت کارکوونکو ته د تېرو جرمونو سزا مه ورکوئ”

نور یی ولوله | پنجشېر کې د یو ځوان د وژل کېدو پر ضد احتجاج؛ خلکو د طالبانو او پاکستان پر ضد شعارونه ورکړل

د هغه له وینا نه نکل شوی چې ”خلک مه وهئ، ظلم مه کوئ او د ظلم پایله ناوړه وي

د طالبانو مشر مولویو هبت الله اخونزاده داسې مهال طالبانو ته له خلکو سره د ښه چلن ټینګار کړی چې اړمه ورځ د کورنیو چارو چارسمبالي وزیر مولوي سراج الدین حقاني هم د څرخي پله له زندانه د لېدنې پرمهال ورته څرګندونې وکړې

په دې وروستیو کې د سیمه ییزو طالبانو له لوري د پخواني پوځ له سرتېرو او افسرانو سره د ناسم چلند رپوټونه ورکړل شوي دي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button