ځایی

د طالبانو په زندانونو کې ۲۵۰ طالبان او ۲۵ بهرنیان بندیان دي

د طالبانو د زندانونو مسئول وايي چې د دوی په زندانونو کې ۲۵۰ طالبان او ۲۵ بهرنیان بندیان دي

د دغې ادارې نظامي مرستیال، له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې دغه کسان د بېلا بېلو جرمونو په تور نېول شوي چې ۸ سوه یې ښځې دي.

د بندخونو چارو د سمون اداره وایي د طالبانو له بیا واکمنېدو تر دې دمه څه باندې ۱۹ زره کسان بنديان شوي دي.

له طالبانو د ولس عمومي کرکه ورځ تر بلې ډېرېږي

د دغې ادارې نظامي مرستیال، له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې دغه کسان د بېلا بېلو جرمونو په تور نېول شوي چې ۸ سوه یې ښځې دي.

د بندخونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال حبیب الله بدر و ویل: « د ښځو په اړ ما مخکې هم و ویل چې شمېر یې اته سوه یا اته سوه او پنځوسو پورې رسیږي ځکه په دې لړ کې یې ځېنې خوشې کیږي هم، نور بندیان چې دي اکثر یې نارینه دي.»

نور ولولئ: امریکايي سفیرې د طالبانو پر وړاندې د نړۍ هېوادونه یو والي ته راوبلل

نور ولولئ: د بشري حقونو څارونکي: د طالبانو له لوري ښځینه حقوقي فعالانې شکنجه کېږي

نور ولولئ: ملګري ملتونه وايي، طالبان له تاوتریخوالي سره مخ ښځې د ژغورلو په خاطر زندان ته لېږي

ښاغلی بدر د خپلو خبرو په ترڅ کې زیاتوي چې اوس مهال ۲۵ تنه بهرنیان هم د بیلابیلو لاملونو له کبله د طالبانوپه بند کې

دي.

د طالبانو په واکمنۍ کې مرموزې وژنې څوک کوي؟

د بندخونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال حبیب الله بدر و ویل: « د بهرنیو زندانونو شمېر موږ سره ۲۵ کسانو ته رسیږي خو لکه مخکې مې چې و ویل شمېر یې زیاتیږي او کمیږي، د دوی د نېول کېدو لامل د دوی جناییي  جرمونه دي.»

د بندخونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال، همدا راز زیاته کړې چې د طالبانوله بیا واکمنېدو وروسته تر اوسه د طالبانود رهبر د بښنې د فرمان پر بنسټ، سل زره کسان له بنده ازاد شوي دي.

هغه د خپلو خبرو په یوه برخه کې ټينګار کړی چې په هېواد کې د بندیانو او د بندخونو  چارو د اصلاح قانون پر جوړېدو هم کار روان دی.

prisoners
د طالبانو په زندانونو کې ښځینه بندیانې

د بندخونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال حبیب الله بدر و ویل: « د طالبانود مشرتابه له لوري کمیسیون په کراتو راغلی، کله یې چې د بندیانو وضعیت لیدلی په لوړ شمېر کې یې خوشې شوي دي، له فتحې څخه تر دې دمه موږ تر سل زرو بندیان خوشې کړي دي.»

د حبیب الله بدر په خبره، څه باندې ۱۵ سوه هېوادوال یې چې د ایران په بندخونو کې یې شپې ورځې تېرولې هېواد ته رالېږدولي او اوس د بند، پاتې موده د طالبانوپه بندخونو کې تېروي.

تر دې وړاندې د روان کال په زمري میاشت کې دغې ادارې ویلي و، چې شاوخوا ۱۶۰۰۰ کسان د دوی په زندانونو کې بندیان دي چې له زرو ډېرې یې ښځې او ۱۶ یې بهرنیان دي.

prisoners2

تر دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په ایران کې د افغان کډوالو په یوه غونډه کې ویلي و، چې د دوی سره په زندانونو کې هیڅ یو سیاسي بندي نه شته او هغه بندیان چې له دوی سره دي ټول یې د جنايي جرمونو له کبله بندیان شوي دي؛ خو په افغانستان کې ډېر داسې کسان نیول شوي او زندانونو ته اچول شوي، چې د طالبانو پر کړنو یې نیوکې کولې او یا هم سیاسي او مدني فعالان دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button