Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

ځاییکورني خبرونه

د طالبانو په واکمنۍ کې مرموزې وژنې څوک کوي؟

له کله نه چې طالبان په افغانستان کې د دوهم ځل لپاره واک ته رسېدلې، مرموزې وژنې هم زیاتې شوې

د دغو مرموزو وژنو اصلي قربانیان د اسلامي جمهوري دولت پخواني سرتېري او قوماندان دي، چې لومړی د پټ مخو له لوري وړل کېږي او بیا یې کورنۍ څو ورځې وروسته د هغه جسد په داسې حال کې لاسته راوړي چې د شکنجو او وهلو نښې ورباندې پاتې وي.

د مرموزو وژنو دا لړۍ د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې دوام لري، خو په کندهار، هلمند، خوست، ننګرهار، کونړ او شمالي ولایتونو لکه پنجشیر، کاپیسا، مزار او ځینو نورو ولایتونو کې یې ګراف لوړ ښودل شوی.

په بامیانو کې تازه پېښه

د بامیان سیمه‌ییزې سرچینې وايي، په دغه ولایت کې یو ۵۰ کلن سړی په مرموز ډول وژل شوی دی.

سرچينې د مرغومي په ٩مه تاييد کړې چې دغه سړى غلام علي نومېده او دوه شپې مخکې وژل شوى او وروسته یې جسد موندل شوی دی. د دغه سړي مړى د «غلغلې» په بازار کې موندل شوى او پر بدن يې د چاقو نښې هم ليدل کېږي.

نور ولولئ: د طالبانو په زندانونو کې د دوو مېرمنو روغتیايي وضعیت خراب دی

غلام علي د پروان ولايت د سرخ‌پارسای ولسوالۍ اصلي اوسېدونکى و او د باميانو په بازار کې يې د لرغونو توکو پلورنځي درلود.

د دغه سړي د وژنې اصلي انګېزه لا څرګنده نه ده.

د سیمې د اوسېدونکو له لوري د طالبانو تورنول

په کومو سیمو کې چې مرموزې وژنې شوې، اوسېدونکي یې وايي چې دا کار په خپله د طالبانو ډ ډلې اړوند جنګیالي کوي او په ډېرو ولایتونو کې داسې شواهد تر لاسه شوي چې طالب جنګیالیو د قرباني کورنۍ ګواښلي او ترې غوښتي یې دي چې موضوع پټه وساتي.

په لوګر ولایت کې برهان الدین «مستعار نوم» په نوم یوه کس تایید کړه چې د ملي اردو پخوانی افسر ورور یې طالبانو په زندان کې تر شکنجو لاندې وژلی و او دومره یې جسد ورته نه سپاره تر څو چې یې ورته د راز نه افشا کولو ضمانت نه و ورکړی.

نور ولولئ: د بشري حقونو څارونکي: د طالبانو له لوري ښځینه حقوقي فعالانې شکنجه کېږي

بله ورته پېښه په خوست ولایت کې رامنځته شوي وه چې طالب جنګیالیو د جسد ورسپارلو په وخت کې ترې لیکلی ضمانت اخیستی او په ورته وخت کې یې د قرباني کس کورنۍ ددې راز په نه افشا کېدو په مرګ ګواښلي وه.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم د مرموزو وژنو پېښې اوج ته رسېدلې چې څو ځل د بښنې نړیوال سازمان او بشر حقونو هم ورباندې اندېښنې څرګندې کړي دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button