ځایی

د طالبانو ښځو ضد پالیسي؛ په هلمند کې د رسنیو له لارې د ښځو پر غږ بندیز لګولی

طالبانو په هلمند ولایت کې سیمه ییزو رسنیو ته امر کړی چې ښځینه غږ یې باید په راډیوګانو کې نه وي

د افغانستان د خبریالانو مرکز اعلان وکړ، چې په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د دغه ولایت رسنیو ته امر کړی چې په هیڅ صورت دې د ښځو غږونه نه خپروي.

ویل کېږي، چې د طالبانو دغه حکم د د روانې زمري له میاشتې راهیسې پلې شوی.

په ژوندیو او نورو خپرونو کې د ښځو غږ نه شي خپرېدلی

په راپور کې راغلي: “دا مهال د بي بي سي ميډیا اکشن برخه د “درملنې” په نوم یو ځانګړی پروګرام لري چې د روغتیا او ناچاودو توکو له امله د ستونزو او ګواښونو په اړه د پوهاوي په برخه کې جوړ شوی، د نوي لارښود له مخې به د هلمند په ازادو رسنیو کې نه خپرېږي. دا خپرونه چې شاوخوا یو نیم ساعت اوږده ده، د دې لارښود له صادرېدو مخکې د سباوون، سکون، غږ او لښکرګاه راډیوګانو څخه خپرېده.”

نور ولولئ: افغان ښځې له طالبانو د دوی پر زده‌کړو او کار د محدودیتونو ختمول غواړي

ویل شوي، چې د طالبانو په حکم کې د ښځو په غږ د ژوندۍ او نورو خپرونو وړاندې کول هم شامل دي.

افغان خبریالانو په دې اړه خواشیني څرګنده کړې

د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو پر دغه اقدام خواشیني څرګنده کړې او له دغې ډلې یې غوښتي، چې په خپلې پرېکړې له سره غور وکړي. دغه بنسټ همداراز له طالبانو غوښتي، چې د ښځو او ازادو رسنیو حقونو ته درناوی وکړي.

په تېرو دوو کلونو کې طالبانو رسنیو ته بېلابېلې لارښوونې کړې دي. طالبانو امر کړی، چې ښځې دې په رسنیو کې خپل مخونه پټوي او له نارینه وو سره د مرکې حق نه لري.

نور ولولئ: م.م. کې د امریکا سفیره وايي، امریکا طالبان په رسمیت نه پیژني

موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست نظر هم له ځان سره ولرو؛ خو هغوی له پرلپسې اړیکو وروسته هم له موږ سره معلومات شریک نه کړل.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د ښځو ضد پالیسۍ کې پر ښځو داسې بندیزونه وضع کړي چې له مخې یې د دوی اکثره حقوق نقض شوي او بې برخې شوي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button