د عبدالله اود ولسمشرغني د ټاکنیزو ډلو ترمنځ خبرې شوي

ځړول شوی:مارچ 6, 2020 لخوا ځړول شوی:Mujeeb Rahman تبصرې:0

عبدالله عبدالله چې د ولسمشرۍ انتخاباتو کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لخوا بریالی نه دی اعلان شوی تېره شپه یې د یو خصوصي ټلویزیون سره په مرکې ویلي چې د ثبات او همپالنۍ او دولت ساز انتخاباتي ډلو ترمنځ د رامنځته شوي انتخاباتي بحران د حل لپاره خبرې کړي.

هغه د دې خبرو جزییات ورنه کړل خو وې ویل چې لومړۍ ناسته د پنجشنبې په ورځ شوې.

خو د ثبات او همپالنې انتخاباتي ډلې غړی فضل احمد معنوي د دې مذاکراتو په اړه د جمعې په ورځ له رسنیو سره په خبرو کې وویل، په دې ناسته کې د محمد اشرف غني له لوري امرالله صالح، فضل فضلي، محمد یوسف غضنفر او سرور دانش استازيتوب کاوه.

هغه وویل دغه ناسته چې د بهرنیو چاور وزارت په مېلمستون کې جوړه شوې وه د عبدالله په استازيتوب اسدالله سعادتي، عنایت الله بابر فرهمند، نور رحمان اخلاقي، او غلام فاروق مجروح ګډون درلود.

د ښاغلي معنوي په خبره په دې ناسته کې اصلي غوښتنه د ولسمشرۍ انتخاباتو د وروستیو پایلو د اعلان لغوه کول و

هغه زیاته کړه: “دوه لارې شته یوه دا چې د شکایاتو کمېسیون له لوري ټولو شکایتونو ته د نړېوالو څارونکو پر وړاندې بیا کتنه وشي، او یا دا چې سره له ټولو درغلیو د افغانستان د اساسي قانون له مخې د ټولو امکاناتو به نظر کې نیول سره د ټاکنو دویم پړاو لپاره چمتوالی ونیول شي.”

ښاغلی معنوی وايي، د دې خبرو په لومړۍ ناسته کې کومه پایله نه ده ترلاسه شوې او ممکن راتلونکي ناسته یې د شنبې په ورځ جوړه شي.

همداشان تیر ورځ د ثبات او همپالنۍ ټاکنیزې ډلې لومړي مرستیال بابر فرهمند پر خپل ټویټر لیکلي وه چې دغه خبرې د زلمي خلیلزاد او پخواني ولسمشر حامد کرزي په غوښتنه د دواړو ټاکنیزو ټیمونو ترمنځ پیل شوې.

د محمد اشرف غني انتخاباتي ډله او همداراز ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه څه نه وايي خو د ولسمشر د ویاند مرستیال لطیف محمود د جمعې په ورځ رسنیوته وویل چې ولسمشر محمد اشرف غني به تر راتلونکي درې ورځو پورې د لوړې مراسم ترسره کړي.

هغه وویل: “ولسمشر به د لوړې مراسم تر سره کړي او دغه مراسم به راتلونکې دوشنبې په ورځ وي.”

خو د عبدالله انتخاباتي ډله وايي، که د دواړو ټاکنیزو ډلو ترمنځ خبرې پایلې ورنه کړي او محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ د لوړې مراسم ترسره کړه په همدې وروځ به عبدالله عبدالله هم د دوي په وینا د یو ټول شمول حکومت د ولسمشر په توګه د لوړې مراسم ترسره کړي.

ښاغلی معنوي وايي، عبدالله به د لوړې مراسم په خپل اوسني دفتر کې چې د سپیدار ماڼۍ ده ترسره کړي او دې مراسمو ته بهرني میلمانه هم راغوښتل شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

زموږ په خبر پاڼه کې ګډون وکړئ
وروستي مقالې، دندې، وړیا، تفریحي خبرونه په مستقیم ډول ستاسو ان باکس ته وړاندې کړئ.
170000 پیرودونکي دلته دي.