نړیوال خبرونه

د عبدالله عبدالله ټیم کې د چوکيود ویش پرسر اختلاف رامنځته شوۍ

د ثبات او همپالنې ټیم په منځ کې اختلاف رامنځته شوۍ د دغه ټیم هریو غړۍ ځانته د چوکیو لپاره هڅې روانې کړي دي او هر یو غواړي چې یوه چوکۍ ترلاسه کړي یاده ډله په کابینه او د مصالحې شورا غړو ټاکلو کې خپل منځي اختلاف لري.

د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سياسي هوکړې تر لاسليک وروسته، ويل کېږي چې د عبدالله عبدالله په ډله کې د چوکیو ویش په رامنڅته شوۍ اختلاف په دې دۍ چې دوي ته پیشنهاد شوې چوکۍ یا پوسټ دوي ته د منلو وړ نړۍ دويي غواړي چې د چوکیو ویش دې دويي په خوښه وي.

تاند وېبپاڼې په خپل يو راپور کې ليکلي دي، چې د عبدالله په ټيم کې د سولې مصالحې شورا د غړيتوب او د کابينې د چوکيو په سر اختلافونه پېدا شوي دي چې بايد څوک ورته معرفي شي او څوک نه. د يادولو وړ ده چې د د سولې مصالحې شورا د کاري پروګرام او تشکيلاتو مسوده هم چمتو شوې ده او ټاکل شوې ده چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مصالحې شورا په دارالانشا بدل شي.

د عبدالله ځينې نږدې کسانو له ايراني رسنيو سره په خپلو خبرو کې منلې ده، چې د عبدالله په ټيم کې اختلافات رامنځته شوى دى او دوى وايي چې دغه اختلاف د سولې مصالحې شورا د غړيو پر ټاکنې او د کابينې په سر رامنځته شوى دى. د عبدالله عبدالله د ټيم هر غړى په دې هڅه کې دى چې لوړه چوکۍ ترلاسه کړي.

د یادونې وړ ده چې نن ډاکټر عبدالله عبدالله په یو خبري کانفرانس کې وویل چې د مصالحې شورا خپل رسمیات او په کار پیل وکړ او ډیر ژر به د دغه شورا غړي وټاکي. نوموړي زیاته چې خپل ټول توان سره به سولې لپاره هلې ځلي وکړي

اوس وخت د دې رارسېدلۍ دۍ چې خپلمنځي اختلاف پاۍ ته ورسوو او د سولې لپاره یو غږ او یو ادرس نه مخې ته لاړ شو او دغه تپل شوې جګړې ته د پاۍ ټکۍ کېږدو او په هیواد کې په ارامه فضا کې ژوند وکړي

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button