سیمه ییز خبرونه

د عمران خان د محاکمې پر خبري پوښښ ولې بندیز لګېدلی؟

د عمران خان د محاکمې پر خبري پوښښ بندیز د دغې پروسې د روڼتیا په اړه د هغه د پلویانو اندېښنې را پورته کړې

د پاکستان یوې محکمې د دولتي رازونو د افشا کولو په تور د بندي شوي پخواني لومړي وزیر عمران خان د تړلو دروازو تر شا د محاکمې بهیر پر خبري پوښښ بندیز لګولی دی.

دغه پریکړه چې د راتلونکې فبرورۍ میاشتې د ټاکنو په درشل کې شوې، د محاکمې د ړونتیا په اړه اندیښنې راپورته کوي.

نور ولولئ: محکمې د پخواني لومړي وزیر عمران خان د محاکمې د استیناف پرېکړه ځنډولي

دغه ۷۱ کلن د کرېکټ پخوانی ستوری په ۲۰۲۲ کال کې له واکه د لیرې کېدو راهیسې د پاکستان د سیاسي کړکېچ په محور کې دی.

عمران خان په ۲۰۱۸ کال کې ټاکنې وګټلې، خو مخالفانو یې ویل چې دغه بریا یې د پوځ په مرسته ترلاسه کړې ده.

اصل واک د پاکستان د پوځ په لاس کې دی

د پاکستان پوځ ډیری وخت د حکومتونو په جوړولو او ماتولو کې پراخ رول لوبولی دی.

عمران خان هم له واکه د ګوښه کېدو پړه پر پوځ اچوي او وايي وروسته له هغه چې د هېواد د استخباراتو د مشر د ټاکلو پر سر یې له جنرالانو سره اختلاف شو، د واک پریښودولو ته اړ کړل شو.

د پاکستان پوځ د عمران خان د ملاتړ او له واکه د هغه د لرې کیدو تورونه رد کړي دي.

نور ولولئ: عمران خان او شاه محمود قریشي د حکومتي رازونو په افشا کولو تورن شوي

د محاکمې پر خبري پوښښ بندیز لګول کولی شي چې د رای اچونې بهیر کې د درغلیو زمینه برابره کړي، ځکه د ټاکنو د کمیسیون په وینا، حاکم سرپرست حکومت د عمران خان د مخالفانو پلوي کوي.‌

پر خان لګېدلي تورونه له هغو محرمو اسنادو سره تړاو لري چې تیر کال په واشنګټن کې د پاکستان سفیر اسلام اباد ته لیږلي

وو.

عمران خان د محرمو اسنادو د افشا کولو تور دی

پر عمران خان تور دی چې دغه محرم اسناد یې خپاره کړي دي.‌ د پاکستان د رسمي رازونو قانون له مخې څوک چې محرم دولتي رازونه خپاره کړي تر ۱۰ کلونو پورې د بند سزا ورکول کیږي.

د تړلو دروازو تر شا د محاکمې ترسره کیدل او د دغې بهیر پر خبري پوښښ بندیز په راولپنډۍ کې د یوې محکمې د حکم له مخې ترسره کیږي چې د پنج شنبې په ماښام صادر شوی دی.‌

د محکمې په دغه حکم کې چې د پاکستان د رسنیو مدیرانو او د مخابراتو شرکتونو چارواکو ته هم استول شوی، له بندیزه سرغړونکو ته د رسمي رازونو قانون په چوکاټ کې د “جدي عواقبو” خبرداری ورکړل شوی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button