د غزې تړانګې د نیولو په اړه د امریکا پلان ته د ایران غبرګون

جوبایډن د اسراییل او حماس تر منځ د لنډمهاله اوربند د غځېدو هڅې کوي
د حماس-اسراییل جګړه؛ له اوربند وروسته اسراییلو پر غزه بریدونه کړي
د ایران مذهبي مشر علي خامنهاي د غزې نیولو لپاره د امریکا پلان احمقانه بللی دی.
د ایران مذهبي مشر «علي خامنهاي» د فلسطین د اسلامي جهاد له عمومي منشي «زیاد نخاله» سره د کتنې پر مهال د امریکا د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د غزې د نیولو او د فلسطینیانو د لیږدولو پلان ته غبرګون ښودلی دی.
ایراني رسنۍ «ایرنا» پرون (سې شنبه، د دلوې ۳۰مه) راپور ورکړی چې خامنهاي د فلسطین د اسلامي جهاد له عمومي منشي سره کتلي او د غزې د خلکو د مقاومت ستاینه یې کړې ده. هغه د امریکا او اسراییلو لخوا د غزې د نیولو پلان ته هم غبرګون ښودلی او دا یې «احمقانه» وبلله.
خامنهاي ویلي، “دا پلانونه به هیڅ ځای ته ونه رسیږي.” او هغه د حماس لخوا د اسراییلي یرغمل شویو فلسطیني بندیانو د تبادلې په اړه ویلي، “هغه خلک چې یو نیم کال دمخه یې ادعا کړې وه چې په لنډ وخت کې به مقاومت له منځه یوسي، اوس خپل بندیان د مقاومت جنګیالیو په کوچنیو ډلو کې سپاري او په بدل کې یې یو لوی شمیر فلسطیني بندیان خوشې کوي.”
ایراني مشر د غزې د خلکو د مقاومت داسې مهال ستایلی چې د حماس او اسراییلو ترمنځ د ۱۵ میاشتنۍ جګړې په جریان کې له ۴۰ زرو ډېرو فلسطینیانو ژوند بایللی او د غزې ویجاړی د دویمې نړیوالې جګړې له تر ټولو لویې ویجاړۍ سره پرتله کېدای شي.