اقتصاد او سوداګري

د فراه مسوولین: د شیخ ابونصر فراهي بندر له لارې هره ورځ ۷۸۰ باروړونکي موټر تګ راتګ کوي

د فراه مسوولین وايي چې د شیخ ابونصر فراهي بندر له لارې هره ورځ ۷۸۰ باروړونکي موټر تګ راتګ کوي. پر ایران وروستیو بریدونو د توکو پر لېږد اغېز نه دی کړی.

د فراه ولایت سیمه‌ییز مسوولین وایي چې د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد په عادي ډول او پرته له کومې ستونزې دوام لري. چارواکي له سوداګرو غوښتنه کوي چې په هېواد کې دننه د توکو بیې لوړې نه کړي، ځکه د وارداتو کچه لوړه شوې ده.

photo 2024 02 21 13 58 09 1140x570 1 880x440 1

د سوداګرۍ پراختیا او د موټرو تګ راتګ

د فراه ولایت د صنعت او سوداګرۍ خونې مسوولینو ویلي چې له ګاونډي هېواد ایران سره د شیخ ابونصر فراهي بندر له لارې هره ورځ ۷۸۰ بار وړونکي موټر تګ راتګ کوي. په دې ترڅ کې په منځنۍ کچه څه باندې ۴۰۰ بار وړونکي موټر له افغانستان څخه ایران ته او شاوخوا ۳۸۰ بار وړونکي موټر له ایران څخه افغانستان ته مالونه واردوي.

پر سوداګرۍ د وروستیو بریدونو اغېز

سرچینو دا ډاډ هم ورکړی چې پر ایران د امریکا او اسرائیلو وروستیو بریدونو د افغانستان پر سوداګرۍ هېڅ ډول منفي اغېز نه دی کړی او د شیخ ابونصر فراهي بندر له لارې د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد د پخوا غوندې په عادي توګه روان دی.

تانکر تیل نیمروز 1024x581 1

د سوداګریزو لارو بدلون او د وارداتو زیاتوالی

په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د سوداګرۍ د زیاتوالي اصلي لامل د سوداګریزو لارو بدلون دی. د کراچۍ، ګوادر، پيښور، سپين بولدک او غلام خان بندرونو له لارې د راتلونکو سوداګریزو توکو لېږد رالېږد اوس د ايران د بندر عباس او چابهار بندرونو ته لېږدول شوی دی.

دا هم ولولئ:  د پټو ارایشګاوو پر وړاندې د طالبانو جګړه

اوسمهال په ایران کې د افغان سوداګرو له ذخيروي کانټینرونو او همدارنګه د اندونیزیا، کينيا، چين، هند او سينګاپور هېوادونو له را روانو مالونو څخه ډک موټر د د شیخ ابونصر فراهي بندر له لارې هېواد ته داخلېږي.

photo 2024 02 21 13 58 09 1140x570 1 880x440 2

د بیو د کنټرول په اړه خبرداری او د خلکو غوښتنې

د فراه مسوولینو ټینګار کړی چې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو پر تړل‌کېدو سربېره اوسمهال د افغان سوداګرو واردات دوه برابره زیات شوي دي. دوی سوداګرو ته خبرداری ورکړی چې باید پرته له کومې پلمې د توکو بیې لوړې نه کړي، ګنې له سخت قانوني چلند سره به مخ شي.

په ورته مهال، یو شمېر کابل ښاریانو له خامه‌پریس سره په خبرو کې شکایت کړی چې د ایران او امریکا ترمنځ د روانو جنجالونو په پلمه دلته د خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې په ناڅاپي توګه لوړې شوې دي.

ښاریان له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي چې په نرخونو جدي څار ولري او له غټو سوداګرو نیولې تر دوکاندارانو پورې، هیچا ته اجازه ورنکړي چې له کومې پلمې پرته د توکو بیې لوړې کړي او خلک له ستونزو سره مخ کړي.

رحیم سادات

رحیم سادات یو د کلتور او سپورټس کالم‌نویس دی چې د افغان میراث، دودیزو هنرونو او ملي ورزشي پیښو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د افغانستان د کلتوري ویاړ، ورزشي لاسته‌راوړنو او ملي یووالي څرګندونه کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button