سپورټ

د فوتسال افغان لوبډله؛ د ۲۰۲۶ اسیا جام کې د سعودي پر وړاندې په سترې بریا سره وځلېده

د فوتسال افغان لوبډله په ۲۰۲۶ کال کې د اسیا د ملتونو جام سیالیو کې په لومړۍ لوبه کې سعودي عربستان ته ۳-۰ ماتې ورکړه. په دې مقاله کې د لوبې جزیات، د لوبډلې چمتووالی او د ایران په وړاندې د راتلونکې لوبې په اړه بشپړ معلومات ولولئ.

د ۲۰۲۶ کال د اسیا د فوتسال ملتونو جام اتلسم پړاو سیالۍ تېره ورځ د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کې د ۱۶ غوره لوبډلو ترمنځ پیل شوې. په دې سترو سیالیو کې د فوتسال افغان لوبډله په خپلې لومړۍ لوبه کې وتوانېده چې د سعودي عربستان پیاوړې لوبډلې ته ۳ پر صفر ماتې ورکړي او لومړی ګام په پوره اقتدار سره پورته کړي.

په دغه لوبه کې چې نن (د جنوري په ۲۸مه) ترسره شوه، د افغانستان لپاره رضا حسین‌پور او امید قنبري ګولونه ترسره کړل او خپلې لوبډلې ته یې بریا ور په برخه کړه.

مدیریت روز مسابقه 1

د فوتسال افغان لوبډله، په “ډي” ګروپ کې د افغانستان وضعیت

د فوتسال افغان لوبډله چې د دویم ځل لپاره په پرله پسې ډول په دې ټورنمنټ کې ګډون کوي، په “ډي” ګروپ کې له ایران، سعودي عربستان او مالیزیا سره یوځای ده. د هېواد د فوتسال ایراني روزونکی، مجید مرتضایي وایي چې دا یو اسانه ګروپ نه دی، ځکه په وروستیو کلونو کې ټولو لوبډلو د پام وړ پرمختګ کړی دی.

خو دا ځل د افغانستان حضور په ډېر اعتماد او تجربې سره دی. تر تېر پړاو وروسته، افغانستان اوس د اسیا په کچه یوه خطرناکه او د درناوي وړ لوبډله ګرځېدلې ده.

5cc5ca4940e64c6717a78a8d3f9e176ac9202b49 2400x1488 1

د فوتسال افغان لوبډله، د اسیا جام لپاره د چمتووالي پړاوونه

د فوتسال افغان لوبډله له تېرو دوو میاشتو راهیسې د دغو سیالیو لپاره پر تمریناتو بوخته وه. د لوبډلې تمرینات لومړی په مشهد کې پیل شول، بیا کویټ ته د دوو دوستانه لوبو لپاره لاړل چې دواړه لوبې مساوي پای ته ورسېدې.

دا هم ولولئ:  باډي بیولډینګ یا وزن پورته کول ستاسو بدن ته څه ګټې لري؟

وروسته له هغې چې په ایران کې ځینې ناارامۍ رامنځته شوې، لوبډله په ځمکنۍ لاره هرات او بیا کابل ته راغله ترڅو تایلنډ او ویتنام ته سفر وکړي. په ویتنام کې افغان سرې پوشانو کوربه هېواد ته په خپله خاوره کې ماتې ورکړه او په تایلنډ کې یې هم په یوې تمریناتي لوبه کې ۴ پر ۲ بریا خپله کړه.

له ایران سره حساسه مقابله

په “ډي” ګروپ کې یو ځل بیا د ایران او افغانستان مخامخ کېدل د دې ګروپ جذابیت زیات کړی دی. په وروستیو لوبو کې افغانستان ښودلې چې کولی شي د ایران په څېر د اسیا له پیاوړې لوبډلې هم امتیاز واخلي. مجید مرتضایي چې پخپله ایرانی دی، دا ځل غواړي خپله لوبډله داسې میدان ته وباسي چې د صعود چانس یې ۱۰۰ سلنه کړي.

مدیریت روز مسابقه 1 1

د کپتان مهدي نوروزي نشتوالی

د دغو سیالیو له پیل وړاندې د افغانستان لپاره تر ټولو بده خبره د کپتان مهدي نوروزي ټپي کېدل وو. نوروزي د ایران په لیګ کې د لوبې پر مهال ټپي شو او د اسیا جام دا پړاو یې له لاسه ورکړ. هغه یو کلیدي لوبغاړی و چې په تېر اسیا جام او نړیوال جام کې یې د هېواد لپاره مهم ګولونه کړي وو.

سره له دې هم، د فوتسال افغان لوبډله د ځوانو او تکړه لوبغاړو په درلودلو سره ثابته کړه چې د اسیا په کچه د هرې لویې لوبډلې لپاره یو جدي ګواښ دی. د سعودي ماتول یوازې پیل دی او افغان مینه وال هیله مند دي چې دا ځل به خپله لوبډله په پایلوبه کې وګوري.

دا هم ولولئ:  شپږیزه: سپین غر د ۸ ویکټو په ستر توپیر بریا خپله کړه

کلیمې (Keywords): د فوتسال افغان لوبډله، د اسیا فوتسال جام، مجید مرتضایي، د افغانستان او سعودي لوبه، افغان مهاجر لوبغاړي، د افغانستان فوتسال ۲۰۲۶.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button