لوبېلوبې خبرونه

د فوټبال د نړۍ پاچا څوک دی؟

تاسو داسې څوک پېژنی چې د فوټبال پر نړۍ يې پاچاهي کوله او د خلکو په زړونو خاني؟

دا کس برازیلي فوټبالر پېلي و چې د فوټبال په نړۍ کې له بې وزلۍ تر پاچاهیه ځان رسولی و او د خلکو په زړونو تر ننه پاچاهي کوي.

کله چې د فوټبال افسانوي لوبغاړي پېلې د مړینې خبر خپور شو نو په ساو پاولو کې د البرټ آینشټین روغتون بهر، مینه وال ورټولېدل، ځینو یې ۱۰ نمبر کمیس اغوستی و، هغه شمېره چې پېلې د سانتوس لپاره پکې لوبه کوله. له روغتونه بهر یوه ستره لوحه راځړول شوې چې پرې لیکل شوي “ابدی پاچا پېلې”.

نور ولولئ: اسپانیا د ښځینه فوټبال لولډلې نړیوال جام د ځان کړو

دا هغه شېبه وه چې برازیلیانو یې له څه مودې راهیسې اټکل کاوه خو وېره هم ورسره وه. په وروستیو اونیو کې، د پېلې لور کیلي ناسیمینټو د انسټګرام له لارې د پېلې مینه وال د هغه د حالت په اړه باخبره ساتل.

بالاخره کله چې د هغه د مړینې خبر خپور شو، دا یوه لویه شېبه وه. روغتون په یوې اعلامیې کې د هغه مړینه تائید کړه، خو دا د یوه طبي خبر څخه ور هاخوا ستره موضوع وه. ډېرو ولیکل موږ “د فوټبال مینه ناک پاچا” له لاسه ورکړ.

پېلې د خپل هېواد او لوبډلې لپاره سلګونه ګولونه وکړل، له شلو کلونو ډېر ولوبېد، او درې وارې یې نړیوال جام وګاټه.

د برازیل فوټبال له خوښیو او بریاو سره مل همدا پېلې و چې راجوړ یې کړ.

اډسن ارانټیس دو نسیمېنتو په ۱۹۴۰ ز کال کې برازیل کې زېږېدلی و، چې له هلکتوبه د پېلې په نوم بلل شوی و.

پېلي د فوټبال تر پاچاهیه

نوموړی وايي، “په ښوونځي کې هر یوه او ټولو ماشومانو پېلې بللم. هغه وخت مې بد ځينې وړل. اوس مې خوښ دی، خدای راکړی، لنډ نوم دی، اسانه تلفظ کېږي، هره ژبه کې ته کولای شې پېلې په یاد وساتې.”

پېلې لومړی ځل په ۱۹۵۸ کې نړیوال جام ته ورغی، هغه مهال ایله ۱۷ کلن و. ده په څلورو لوبو کې شپږ ګلونه ووهل.

کله چې پایلوبه کې برازیل سویډن ته ماته ورکړه، د لوبې یوه سیال یې ویل چې د پېلې لوبه یې لیده نو احساس یې پارېده چې لاس ورته وپړکوي.

نور ولولئ: بنزیما د سعودي اتحاد لوبډله ولې خوښه کړه؟

د ۱۹۶۲ کال په نړیوال جام کې یې د ټپ له امله يې ونډه ډېره نه وه. د ۱۹۶۶ کال په نړیوال جام کې یې سیالې لوبډلې پوهېدې چې د پېلې مخه ډب کړي.

څلور کاله وروسته په ۱۹۷۰ کال کې په مکسیکو کې د لوبو پرمهال پېلې د برازیلۍ لوبډلې غړی و چې برزایل کې د خورا غوره لوبغاړو لوبډله یاده شوه.

دوی داسې مهال نړیوال جام وګاټه چې د وینا بشپړه ازادي او ډاډمنه فضا کله هم نه وه لیدل شوې.

پېلي خپل هېواد ته څو نړیوال جامونه ګټلي وو؟

هغه د پېلې وروستی نړیوال جام شو. له هغه پرته برازیل ۲۴ کاله خوارۍ وکړې چې بیا د بریا جام کور ته یوسي.

پېلې بیا هم ډېر مینه وال درلودل، او د چا هېر شوی نه و. هغه یوه نړیواله او نامتو څېره وه. هغه اتلس کاله د سنټوس کلب سره تېر کړل، په منځني ډول یې هره لوبه کې یو ګول واهه.

تر فوټبال وروسته هغه د سفیر په توګه، استازولیو، سوداګریزو چارو او سیاسي ډګر کې لیدل کېده.

هغه چې د عمر پر ۸۲ کال پل کېښود ویې ویل له خپل ژوند او مسلکه خوښ و.

نوموړي به ويل” زه غواړم روښانه یې ووایم. زه د زړه له تله له هغه څه منندوی یم چې دې نړۍ را ته راکړي. زما مینه والو، هغوی چې له ماسره مینه کوي، ډیره زیاته مننه ترې کوم.”

پېلي هغه لوبغاړی و چې لا هم د فوټبال په نړۍ کې د خلکو پر زړونو پاچاهي کوي او تر ننه مینه‌وال لري او د هغه ستاینه کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button