ټکنالوجيلوبې

د فیسبوک او ټویټر مشران په قفس کې سیالي کوي

د فسیبوک/انسټګرام او ټویټر دوه بډایه مشران به په قفس کې د سیالۍ په موخه مخامخ شي

د ټولنیزو شبکو دوه مخکښ شخصیتونو او میلیاردرانو ایلون مسک او مارک زوکربرګ هوکړه کړې چې یو بل سره په پنجره کې مبارزه وکړي.

“کیج ریسلنګ” یا په قفس کې مبارزه یوه سپورتي لوبه ده، چې لوبغاړي په کې د پنجرې په څیر پوښ شوي ځای کې سیالي کوي او باید د ګټلو لپاره له پنجرې پورته شي.

ددې سیالۍ لپاره د دواړو لېوالتیا

د دغو دوو سیالانو د مبارزې کیسه هغه مهال پیل شوه چې ښاغلي مسک پر خپله ټولنیزه شبکه ټوېټر کې ولیکل، له ښاغلي زوکربرګ سره “په پنجره کې مبارزې ته چمتو دی.”

په مقابل کې یې د فېسبوک او انسټاګرام مشر ښاغلي زوکربرګ په خپله پاڼه کې د ښاغلي مسک د ټویټ یو انځور خپور کړی او لیکلي یې دي: “ما ته د مبارزې د ځای پته راولېږئ.”

دا انلاین ناندرۍ د ښاغلي مسک په دې لیکنه پای ته ورسېدې: “د ویګاس اته کونجونه.”

اته کوتج لورنکي توشکه څه معنی؟

هغه اته کونج لرونکې توشک چې ښاغلي مسک یې یادونه کړې، په انګریزي ژبه کې ورته د سختې مبارزې اتلولي “یو اېف سي” ویل کېږي. دا سیالۍ د نواډا ایالت لاس ویګاس کې کېږي.

ایلون مسک چې د دې میاشتې په وروستیو کې به خپله ۵۲مه کلیزه ولمانځي، هم په یوه ټویټ کې لیکلي “په دې مبارزه کې زه د دې وړتیا لرم چې د والروس په نوم یو حرکت وکړم، هغه دا چې زه د خپل مخالف پر سر پرېوزم او بل هېڅ کار ونه کړم.”

والروس یو سمندري ژوی دی چې مخې ته دوه لوی غاښونه لري او په قطبي سیمو کې ژوند کوي.

نور ولولئ: د فیسبوک او ټویټر تر منځ تازه سیالي

ښاغلي مسک وروسته د دې ژوي یوه لنډه ویډیو خپره کړې، چې ښايي غواړي وښيي له زوکربرګ سره مبارزه کول ورته دومره جدي نه برېښي.

په ورته وخت کې، ښاغلی زوکربرګ، چې ۳۹ کلن دی، په ازادو مبارزو کې یې روزنه لېدلې او په دې وروستیو کې یې د جیو جیټسو سیالي هم ګټلې.

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو په پراخه کچه د دواړو مجازی رسنیو مشرانو ناندرۍ خپرې کړي او د ایلون مسک او مارک زوکربرګ د دغو ناندریو په تړاو یې ویډیوګانې او پوسټونه هم خپاره کړي دي. که چېرې دا سیالۍ تر سره شوې، نو دا به د نړیوالو لپاره ډېره جالبه وي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button