د لویدیځ قطب هوا په اړه نوي نظریه
د لویدیځ قطب په اړه یوي څېړنې دادي چې د اټکل خلاف دوه برابره ژر تودېږي
څېړونکي وايي، تازه څېړنې یې ښيي چې د جنوبي قطب هوا تر هغه څه چې تراوسه ګومان کېده، په چټکه تودیږي.
د دوی د څېړنو په پایلو کې، چې د نېچر ساینسي مجلې په تازه ګڼه کې خپرې شوي، ویل شوي چې په ډېر احتمال د جنوبي قطب د هوا د تودېدو سرعت د مځکې د نورو برخو دوه برابره دی او دا چاره به د سمندرونو د اوبو سطحه لوړه کړي چې ناوړه اغېزې لري.
نور ولولئ: امریکا کې به تودوخه تر ټولو خطرناکې درجې ته ورسېږي
ساینسپوهانو په دې څېړنه کې په جنوبي قطب کې د کنګلونو د قشرونو یا پوښونو د ۷۸ مهمو سرچینو د تجزیې او تحلیل په وسیله د دې سیمې د تودوښې متوسطه درجه تر زرو کلونو پحوا پورې اټکل کړې او دې نتیجې ته رسیدلي چې په وروستیو کلونو کې د جنوبي قطب د تودیدو اندازه او سرعت تر دې ورتېره خبره ده چې هغه دې د سیمې د هوا د تودوښې طبیعي تغییر وګڼل شي.
د جون میاشت تر ټولو ډېره ګرمه میاشت وه
د اروپايي اتحادیې د هوا پېژندنې ادارې، کوپرنیک د چهارشنبې په ورځ وویل چې د سږ کال د اګست میاشت د همدې کال له جون میاشتې وروسته په تاریخ کې دوهمه تر ټولو توده میاشت وه.
له بلې خوا د هوا پېژندنې نړیوال سازمان په وروستیو کې وویل چې د ۲۰۲۲ کال دوبی د مځکې په شمالي نیم کُره کې د ثبت شویو دوبو په منځ تر ټولو تود او د سږ کال اګست میاشت تر ټولو ثبت شویو اګست میاشتو توده میاشت وه.
د ریکارډ تر کچې د تودوخې ډېرېدل
د کوپرنیک انسټیټیوټ د راپور له مخې، د اګست په لومړۍ اونۍ کې د سمندر د سطحې منځنۍ ورځنۍ تودوخه د ۲۰۱۶ کال ریکارډ هم مات کړ او د سانتي ګرېت ۹۶،۲۰ درجې ته ورسېده.
د اسپانیې او افریقا شمال کې د تودوخې لوړېدو تر څنګ د ایرلنډ، بریتانیا او بالتیک سمندر په شاوخوا کې او همدارنګه د نیوزیلنډ او اسټرالیا په شاوخوا سیمو کې د سمندر د اوبو د تودوخې چټک زیاتوالی هم لیدل شوی.
نور ولولئ: پاکستان کې د سختې ګرمۍ له امله ۲۲ کسان مړه شوي
په دې وروستیو کې، ساینس پوهان په دې باور دي چې د تودوخې څپې د ګرینلنډ په جنوب کې د لیبراډور سیند کې هم رامنځته شوي.
د اقلیم د بدلون د مطالعاتو لپاره د کوپرنیک انسټیټیوټ مشر کارلو بونتمپو وايي، ساینس پوهان په دې باور دي چې په ارام سمندر کې د تودوخې خورا ډېر بدلون د ال نینو د هوا له بڼې سره تړاو لري. دا د تودوخې هغه پدیده ده چې په دې وروستیو کې فعاله شوې.
د بونتمپو په وینا، هغه څه چې موږ یې اوس مهال په شمالي اتلانتیک کې شاهدان یو “ريښتیا بې ساری” دي.