نړیوال خبرونه

د مالیې وزارت يو شمېر کارمندان په ستاینلیکونو وستایل شول

د مالیې وزارت يو شمېر کارمندان په ستاینلیکونو وستایل شومالیې وزارت په وړاندیز او د ولسمشرۍ ماڼۍ عالي مقام په منظورۍ، د مرغومې میاشتې په ۱۳ مه نېټه د مالیې وزارت بهرنیو اړیکو رئیس ښاغلي صبغت الله احساس لخوا د مالیې وزارت یو شمېر کارکونکو ته ستاینلیکونه ډالی شو.

د دغه ریس لخوا دجلالتماب ولسمشر د حکم په لوستلو د دې وزارت مالي مرستیال ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ، ته د مالي سیستمونو د پراختیا او ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودیجې د طرحې ترتیبولو کې د زیاتو هڅو له کبله د غازي میر مسجدي خان مډال ډالۍ شو.همدا راز د ولسمشرۍ ماڼۍ عالي مقام د حکم پر بنسټ، د بودیجې عمومي رئیس ښاغلي سید نصیر احمد ته افتخاري او د بودیجې د اجراء رئیس ښاغلي رامین اکبرزي ته لومړۍ درجه ستاینلیک، د څارنې او همغږۍ رئیس ښاغلي شمس الله شمس ته لومړۍ درجه ستاینلیک او د بودیجې عمومي ریاست یو شمېر کارکوونکو ته چې په اړوندو چارو کې یې خپله وړتیا ښوودلې وه،

د مالیې وزیر ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، له لوري ستاینلیکونه ورکړل شول.د مالیې وزیر، مالي مرستیال او کارکوونکو ته چې په ستاینلیکونو ویاړل شوي وو د مبارکۍ ترڅنګ وویل، چې په ۱۳۹۹ مالي کال کې د مالیې وزارت د کرونا ویروس خپرېدو له کبله له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوال وو، چې له نېکمرغه د مالیې وزارت کارکوونکو په خپلو هلو ځلو وکولی شول د هیواد مالي سرچینې په ښه توګه مدیریت کړي

او د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودیجه د لومړیتوبونو او اړتیا وو په پام کې نیولو سره ترتیب او په دې برخه کې خپلې وړتیاوې په ډاګه کړي. وړ کارکوونکو ته د ستاینلیک ورکول، د ادارې موخو ته د رسېدو په لاره کې د دوی د ښې ژمنې او زیاتو هڅو سبب ګرځي.مالي مرستیال، حبیب ځدران د مالیې وزارت او د لسمشرۍ ماڼۍ عالي مقام له مشرتابه، د حکومت د لوړو موخو پلي کولو په پار مننه وکړه.

د مالیې وزارت مالي يو کارمندان په ستاینلیکونو وستایل شو
د مالیې وزارت مالي يو کارمندان په ستاینلیکونو وستایل شو

نوموړي ژمنه یې وکړه، چې د ۱۴۰۰کال ملي بودیجه کې به د مالي چارو او عامه لګښتونو ښه مدیریت او اړوندو برخو کې د اصلاحاتو پلي کولو لپاره زیاتې هلې ځلې کوي.ښاغلی ځدران یو د تکړه معینانو څخه دی او هر وخت ېې کوشش کړی چې هیواد لپاره خدمت وکړی نوموړی د ښه پوهې سره د ښو اخلاقو څښتن هم دی.

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button