نړیوال خبرونه

د مالیې وزیر: بې وزلو لپاره ۳ سوه میلیونه ډالره ځانګړې کوو

د هیواد د مالیې وزارت سرپرست او نوماند وزیر عبدالهادي ارغندیوال وايي چې حکومت بېوزلو ته د مرستې لپاره ۳ سوه میلیونه ډالره ځانګړي کوي.هغه وايي کرونا ویروس مو هیوادوال ډېر ځپلي دي مونږ غواړو چې د دغه بې وزلو سره کومک وکړو.

ارغندیوال نن په ولسي جرګه کې ویلي، چې په دې اړه حکومت له نړیوالو بنسټونو سره تفاهم کړی دۍ او ډېر ژر به دغه فنډ ځانګړۍ کړو اواړوندو ادارو ته به ېې وسپارو تر څو د کرونا ویروس سره په جدي توګه مبارزه وکړي او د دغه ویروس له امله چې څوک متاثر شوي دي او یا بې وزله وي توزیع کړو.

نوموړي ویلي دي دا مرسته به د نقدو پیسو او خوراکي توکیو د بستو په بڼه بېوزلو ته ورکړل شي.هز بې وزله ته به د خوراکي توکي ورکړي ترڅو دوي خپل ژوند پر مخ بوزي که مونږ اوګورو د تېرو ۳ میاشتو راهیسې د کابل په شمول یو شمېر ولایتونو کې کرنطین وو او عام خلکو نشو کولۍ چې بازار ته لاړ شي او یا هم مزدوري وکړي.

نوموړي په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې د موافقې خبر هم ورکړی.هغه وویل چې نړیوالو اادارو او یو شمېر ملکونو سره مو خبرې اترې شوي هغه وویل چې کوشش کوو چې زر ترژره نوړیوالې ټولنې نه هم کومک ترلاسه کړو او دغه کومک بیا په کرونا اخته کسانو باندې ووېشو.

حکومت مخکې د کرونا ویروس له کبله اقتصادي زیانمنو بېوزلو کورنیو ته د وچې ډوډۍ وېش پيل کړی و، چې څه موده مخکې پای ته ورسېد.اوس دولت غواړي چې دډوډۍ نه علاوه نور شیان هم وویشو ترڅو د غریبو او بې وزلو خلکو سره کومک وشي او غریب خلکو باندې دغه وخت په اسانه تېر شي.

د حکومت پر مرستو نیوکې موجودې دي، چې درغلۍ پکې کیږي او د اړیکو پالنه پکې موجوده ده. یو څو ورزې وړاندې هم په دې اړه سوشل میډیا کې خلکو لیکنې کړې وې او مختلف پوسټونو کې ویلي وو چې کرونا لپاره چې کومې پېسې د ولایاتو لپاره ځبنګړې کړې وې هغه والیانو خپلو جېبونو کې اچولې وې

حکومت بیا خلکو نه د مرستو د شفافیت په برخه کې د همکارۍ او څارنې غوښتنه کړې ده.او ویلي دي چې باید یادې پېسې د کرونا ویروس سره مبارزې لپاره استعمال کړي او عام خلک باید لدې ټولې پروسې نه خبر وساتل شي .

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button