روغتیا

د ماګر دواړې پښې شوې دي؛ خو څنګه د نړۍ تر ټولو لوړ غره ته وخوت؟

د هري بدها ماګر دواړه پښې د افغانستان جګړه کې پرې شوې. هغه ۴۳ کلن، د ‘ګورکا’ ځواکونو پخوانی غړی او له بریتانیايي پوځيانو سره د همدې قطعې په چوکاټ کې افغانستان ته تللی و

یوه هیله یې درلوده او هغه دا چې د غر ختلو په تاریخ کې ښه نوم پرېږدي.

هغه د همدې لپاره د نړۍ تر ټولو لوړې څوکې ايوريسټ ته د ختلو تکل وکړ.

دواړه پښې نه لري، خو بیا هم له دې هڅې بریالی ووت.

هري وايي دا کار یې د دې لپاره کاوه چې نورو ته روحیه ورکړي او د معلولیت په اړه ناسم فکر او لیدلوری وننګوي.

هغه خپل ټيم ته د سټلایټ تلېفون په وسیله ویلي دا ايوريسټ ته ختل زما تر تمې ډېر زیات ستونزمن وو.

هغه وویل که څه هم له ستونزو او کړاو سره مخ و چې مخ ته تګ یې ډېر وخت نیوه، خو دی ونه درېد او د څوکې پر لور یې حرکت ته دوام ورکړ.

هېڅ څه ناممکن نه دي

هري په ۲۰۱۰ ميلادي کال افغانستان کې پر یوه ماین وربرابر شو او دواړه پښې یې پرې شوې.

دی د بریتانیا کېنټربیري کې اوسيږي او د درېو ماشومانو پلار دی.

نوموړی وايي، کله چې تر دې چاودنې وروسته په هوښ راغلم نو داسې مې انګېرله چې ژوند نور بې مانا او پای ته رسېدلی، خو له سکي، ګولف، بایسکل ځغلولو او غره ختلو سره مې باور بېرته راژوندی شو.

هغه ۱۱ ورځې مخکې د نیپالي غره ختونکو له یوې ډلې سره د اېورېسټ پر لور روان شو

د دې ډلې مشري کرش تاپها کوله چې پخپله هم یو وخت د ګورکا ځواکونو غړی پاتی شوی.

دا هم ولولئ:  د غوره جنسي اړیکو وختونه

بدها ماګر وايي کله چې پیچومی سخت شو، نو د کورنۍ فکر او د ډلې د هر غړي مرستې، ده ته د مخکې تګ ډاډ ورکړ.

دی وايي “زما هدف دا دی چې د معلولیت په اړه لیدلوری بدل او غرونو ته په ختلو سره نورو ته ډاډ او روحیه ورکړم.”

نوموړی زیاتوي “هیله که دې هر څومره ستره وي، که خپل معلولیت او معذوري دي له هر څومره ستونزو سره مخامخوي… خو نړۍ کې هېڅ ناممکن نه دي.”

د غره ختونکو دا ډله اوس ارام کوي او هري به راتلونکې اوونۍ بریتانیا کې خپل کور ته ستون شي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button