نړیوال خبرونه

د متحده عربي اماراتو العین ښار ته د اریانا هوايي شرکت الوتنې بیا پیل شوې

شرکت مسوولین وايي، دغه هوايي شرکت به په اونۍ کې العین ښار ته دوه الوتنې ولري او د مسافرو له لېږدولو سربېره به سوداګریز توکي هم ولېږدوي.

د اریانا شرکت

د اریانا شرکت د پلور عمومي ارم احمد سیر سکندري وايي: «د اریانا افغان هوايي شرکت مسافرو او سوداګریزو توکو په خاطر د خپلو چوپړتیاوو د برابرولو لپاره په اوونۍ کې العین ته التونې پیل کړې. د شنبې او چهار شنبې په ورځ الوتنې کېږي. په تېرو اووه کلونو کې مو العین ته الوتنې نه درلودې او په وروستیو کې له ۱۵مې نېټې راپه‌دې خوا مو الوتنې پیل کړې دي. 

متحده عربي امارتو کې سوداګر

په متحده عربي امارتو کې یو شمېر سوداګر د دغو الوتنو پیل د کابل او ابو ظبي تر منځ د سوداګریزو چارو د پراختیا په برخه کې مهم ګڼي. په متحده عربي اماراتو کې مېشت سوداګر جمال ناصر عبادي وايي: «دغه سوداګري او کارګو چارې چې العین، ابو ظبي او او دوبۍ هوايي ډګرونو ته له کابل اوکندهار میدانونو څخه پیل شي، دا به یوه ډېره لویه لاسته راوړنه وي او د افغان سوداګرو لپاره په ډېره ګټه تمامه شي.

نور یی ولوله | عام وګړي د پاسپورټ د وېش بهیر پر درېدو نیوکه کوي

یو بل سوداګر محبوب‌الله محمدي وايي: «که د هوايي دهلیز له لارې زموږ په صادراتو کې توازن رامنځ‌ته کېږي، په همغه اندازه زموږ صادرات هم ورسره ډېرېږي. د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، د هېواد په هوايي ډګرونو کې د نړۍوالو هوايي شرکتونو لپاره اسانتیاوې ډېرې شوې دي.

د دې وزارت ویاند امام الدین احمدي وايي: «د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت هڅه کوي چې د مسافرینو لپاره سهولت منځ‌ته راولي او همدارنګه خدمتونه د نړیوالو معیارونو سره برابر وړاندې کړي. ټاکل شوې د اریانا افغان هوايي شرکت خپلې الوتنې د چین ارومچي ښار ته هم پیل کړي. تر دې مخکې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي، د متحده عربي اماراتو فلای ډبی هوايي شرکت هم افغانستان ته خپلې الوتنې پیلوي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button