اقتصاد او سوداګرينړیوال خبرونه

د مزار بزګران :سږکال مو حاصلات ډېر شوي دي

د مزار شریف بزګران وايي حاصلات مو سږ کال ډېر شوي دي د بزګرانوپه وینا د ځمکې له سر نه تر مارکېټه پورې پېسې اخیستل د دویعواید کموي او که باج اخیستونکو ته پيسې ورنه کړي تازه مېوې به خرابې شي،

د مزارولایت د کرنې او مالدارۍ اداره کارمندان وايي سږ کال په دې ولایت کې د ښو او په وخت ورښتونو سره د کرنې او مېوو حاصلات ډېر شوي او د وړاندوینې له مخې د موسمي مېوو په حاصلاتو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی.بزګران وايي، که له یوه پلوه یې حاصلات ډېر شوي بلخوا د دوی د کورني اقتصاد په برخه کې څه بدلون نه دی راغلی.د بزګرانو په خبره، د ځمکې له سر نه تر مارکېټه پورې باج اخیستل د دوی ګټه کموي او که باج اخیستونکو ته پيسې ورنه کړي تازه مېوې به یې له منځه لاړې شي.

د مېوو یو سوداګر چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي رسنیو ته وویل طالبان د ځمکو له سر څخه لسمه برخه حق اخلي له هغې نه وروسته بیا سیمیز زورواکي او په لویه لار کې امنیتي پوستو ته هم نوبت رسېږي.

د باج اخیستنې ستونزه یوازې د ځمکو سر او لویو لارو پورې نه پاتې کېږي، په مزار ښار کې د مېوو درې مارکېټه دي چې دغو مارکېټونو ته د بزګرانو لخوا د مېوو پر وړلو هر وخت جګړه رامنځ کېږي تر دې دمه څو ځله د مېوو مارکېټ دوکاندارانو اعتراضونه کړي خو د بلخ د ولایتي شورا رئیس ډاکتر محمد افضل حدید په خبره دغه ستونزه تر دې دمه نه ده حل شوې.

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد وایي په لویو لارو کې د باج اخیستو ستونزه تر یوه ځایه حل شوې او که بیا هم ورته ستونزه پېښه شي امنیتي ځواکونه به ژر دغې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

هغه وايي “په ناقانونه توګه د پيسو اخیستو په تړاو تر دې دمه چا شکایت نه دی کړی که دا ډول کسان ولایت ته راشي او خپله ستونزه وړاندې کړي ستونزې ته به یې ژر رسېدنه وشي. د مارکېټو د جنجال ستونزه هم تر یوه ځایه حل شوې.”

د افغانستان دولت باید د ټول هېواد بزګرانو ته ځانګړې پاملرنه وکړي که مونږ اوګورو افغانستان کې اکثره عام وګړي او خلک د تاره مېوو تجارتونه کوي او اکثره خلک د دغې لارې خپل د ژوند پایه چلوي د افغانستان ولس غریب دۍ اکثره خلک ېې د اوړي په موسم کې د تاره مېوو هم ګټه اخلي نو یاید دولت دغه برخې کې بزګرانو سره مرسته وکړي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button