نړیوال خبرونه

د “مسکو فارمېټ” مشورتي ناسته د ترسره کېدو نېټه مله ده ؟

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، د مسکو غونډه به له یوې اوونۍ په کمه موده کې د اسلامي امارت د استازو له حضور پرته جوړه شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده زیاتوي، په‌دې ناسته کې به د سیاسي، نظامي، اقتصادي او سیمه ییزو امنیتي مسایلو په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشي. د روسیې بهرنیو چارو وزارت د مسکو فارمټ غونډې ورځ د نومبر ۱۶مه اعلان کړه. د دې وزارت ویاندې ماریا زاخارووا زیاتوي: «په‌دې غونده کې به په افغانستان کې د نظامي، سیاسي، ټولنیز، اقتصادي او بشري وضعیت او همداراز د سیمې د امنیت د لا غښتلتیا په تړاو خبرې وشي

د روسیې ځانګړي استازي
تر دې مخکې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي وو چې، په دې غونډه کې به د افغانستان د سرپرست حکومت استازی حضور ونه لري. د سیاسي چارو ځينې شنونکي وايي، د دغه ډول غونډو جوړېدل کولی شي د سرپرست حکومت له رسمیت پيژندنې سره مرسته وکړي.

نور یی ولوله | د محرم پرته سفر باندې پابندي

نور یی ولوله | د ا.ا له جګپوړو چارواکو سره د قرغیزستان د ولسمشر ځانکړي استازي لیده کاته

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي: «فکر کوم دا ناسته به د افغانستان له ګاونډیو جوړه شوې ده، د روسیې او په کابل کې د حکومت لپاره به ښه پیغام ولري چې د رسمیت پېژندلو لپاره ګامونه پورته کړي او حکومت باید دا پیغام جدي ونیسي. پخوانی ډېپلوماټ عزیز معارج وايي: «د مسکو فارمېټ په‌دې خاطر اغېزه او ګټه نه‌لري چې هلته د افغانستان استازی ګډون نه‌لري، څو له افغانانو دفاع وکړي او یا د هغوی پرېکړې تایید کړي

تر دې مخکې د هېواد بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د استازي له حضور پرته د روسیې په کوربتوب د مسکو فارمټ غونډه ناقصه بللې وه. د افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ مخکینۍ غونډه د تېر کال د اوکټوبر پر شلمه د رئیس الوزرا د اداري مرستیال په ګډون په مسکو کې ترسره شوې وه

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button