ځایی

د ملا هبت‌الله د ساتنې ځانګړې ډله څنګه ډله ده او کومې موخې څاري

د ملا هبت‌الله مخ پټې ځواکونه څه ډول ډله ده، چیرې اوسیږي، کومې چارې مخته وړي او د څه ډول کسانو څخه دا ډله رامنځته شوې؟.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د یادې ډلې د اهدافو، مالي ملاتړ او صلاحیت په اړه له بیلابیلو سرچینو په دې راپور کې معلومات را غونډ کړي.

د ملا هبت‌الله د ځانګړو ځواکونو قومانداني او او روزنیز مرکز د کندهار ښار په یوه څنډه کې د یادې ډلې د پخواني مشر ملا محمد عمر په کور کې ده.

د ملا عمر کور د کندهار ښار او ارغنداب ولسوالۍ تر منځ جوړ شوی او د دغه کور په یوه بله برخه کې د القاعدې مشر اسامه بن لادن هم ورسره اوسېده.

دا ځای په کندهار کې د ملا صاحب د سرای په نوم مشهور دی

د تېر حکومت پرمهال په دغه ځای کې ۰۳ ځانګړې ځواکونو قومانداني وه. او له دې ځایه به په سوېل لوېدیځو ولایتونو کې د طالبانو پر ضد عملیات ترسره کېدل.

د طالبانو سرچینې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم یوه ډله جنګیالي د کندهار ښار په یوه څنډه کې د تېر حکومت پر مهال د ۰۳ ځانګړي قطعې د ځواکونو په قوماندانۍ کې ځای پر ځای شول.

دا ډله د طالبانو د نورو جنګیالیو پرتله په پرمختللو وسلو، وسایطو او ټکنالوژۍ سمباله ده.

د یادو ځواکونو د هویت پټ ساتلو لپاره ځانګړې کړنلارې مخته وړل کیږي او نه یوازې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله د امنیت ساتلو دنده په غاړه لري، بلکې په افغانستان کې د ټولو عملیاتو او چاپو واک هم له دغې ډلې سره دی.

نور ولولئ: ملا برادر: طالبان غواړي د سیمې په ترانزیټ کې د مرستندوی رول ولوبوي

د طالبانو له منځه یو شمېر سرچینې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وايي، د تېر حکومت د ۰۳ ځانګړو ځواکونو په قوماندانۍ کې د ملا هبت‌الله د ځانګړو ځواکونو (عمري قطعې) په نوم جنګیالیو ته دوامداره روزنه ورکول کیږي.

د دغې قطعې روزنه د یو شمیر بهرنيانو په غاړه ده او یو ځانګړی شمېر یې د ځانمرګو بریدونو لپاره روزل کیږي.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د رسېدلو معلوماتو له مخې د ملا هبت‌الله د ځانګړي ځواک شمیر شاوخوا ۷۰۰۰ کسانو ته رسیږي.

دغه قطعه د کابل، ننګرهار، پکتیا، لوګر، کندوز، بدخشان، پنجشیر، نیمروز په ګډون د افغانستان په ډیرو ولایتونو کې څانګې لري.

د ملا هبت‌الله یادې قطعې ته د طالبانو د دفاع او کورنیو چارو وزارت پرتله ډير امکانات په واک کې ورکول شوي خو د بودیجې او لګښتونو د ورکړې د سرچینو په اړه یې ډیر معلومات په لاس کې نه شته.

د طالبانو سرچینو د یادې قطعې په اړه افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، دغه قطعه په ایران، پاکستان او ترکیه کې د تیر حکومت د نظامیانو او د طالبانو د مخالفینو پر ضد هم عملیات کړي او په پاکستان کې یې یو شمېر پخواني نظامیان هم وژلي دي.

د تېر حکومت پرمهال د ۰۳ قطعې قوماندان جنرال عتیق الله صافی چې د څو کلونو لپاره په همدغه ځای کې د ۰۳ ځانګړو ځواکونو د قطعې د قوماندان په توګه پاتې شوی و، هم د همدغو ځواکونو له خوا په نښه شو.

دا ځواکونه دایران له لوري تمویلیږي

نوموړي له افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې د ملا هبت‌الله د قطعې په اړه وویل، د ملا عمر کور ډير ځانګړی جوړ شوی و او پکې ډیر پټنځایونه ول، د نظامې تمرینونو په موخه به یې هغه پټنځایونه کارول. د نوموړي په خبره کور په یوه پراخه ساحه کې جوړ شوی دی په یوه برخه کې یې امریکايي ځواکونه او بله برخه کې یې ۰۳ افغان ځواکونه اوسیدل.

نور ولولئ: طالبانو په بېلابېلو برخو کې د ښځو د فعالیت د جواز غوښتنې رد کړې

نوموړی وایي: «زموږ د معلوماتو له مخې د ملا هبت‌الله د یادو ځانګړو ځواکونو مالي ملاتړ تر ډیره د ایران له لورې ورکول کیږي، چې د ترورونو، چاودونو او پټو عملیاتو مسولیت په غاړه لري. همدارنګه یاده ډله د طالبانو په منځ کې یو شمېر هغو افرادو د له منځه وړلو دنده هم لري چې د طالبانو د ځینو موخو څخه سرغړونه کوي چې ښه مثال یې د بلخ د والي داود مزمل وژنه ده چې د خپل ساتونکي له لوري وه.»

همدارنګه نوموړی وايي، د یادې ډلې د ځواکونو معاش او امتیازات د طالبانو په لیکو کې د ټولو نورو جنګیالیو څخه لوړ دي.«د دوی د روزني پرمهال د ملا عمر څپلۍ او هغه ځای چې د ملا عمر په کور کې اسامه بن لادن اوسیدلی و او هغه لاوډسپیکر چې اسامه پکې په دغه ځای کې په لومړي ځل وینا کړې وه د یادو ځواکونو د احساساتو د پارولو په موخه استفاده کوي او کله چې په یاده ډله کې کوم کس جذبیږي د هغوی له کورنۍ څخه داسې تعهد اخیستل کیږي چې په ډله کې د شاملیدونکې کس په اړه به یې هیڅ وخت راز نه افشا کیږي.»

جنرال عتیق الله صافۍ وايي، د یادې ډلې د پټ ساتلو لپاره یوه دوسوه کسیزه ډله چې د دغې ډلې د اوسیدو د ځای امنیت ساتل په غاړه لري د همدې ډلې په نوم ښودل کیږي خو په اصل کې دغه ډله د یو راز په بڼه پټه ساتل شوې ده

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button