سیمه‌ییز

د ملا هیبت الله اختریز پیغام؛ خپلمنځي اختلافات لا ژور شوي دي

د طالبانو امیر په خپل اختریز پیغام کې د طالبانو تر منځ اختلافات ژور بللي دي

د طالبانو مشر مولوي هبت‌الله اخوندزاده د کوچني اختر په مناسبت خپل اختریز پیغام کې د دغې ډلې له غړو غوښتي چې د پخوانیو مجاهدینو په څېر له خپلمنځي اختلاف او خودخواهۍ څخه ځانونه وساتي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه داسې راپورونه خپاره شوي چې د طالبانو مشر د خپل واک د ټينګولو په لټه دی؛ خو د دغې ډلې یو شمېر غړي یې له اوامرو سرغړونه کوي.

د طالبانو مشر په خپل اختریز پیغام کې د دې پر ځای چې د قانون له مخې په نظم ټينګار وکړي، د جوماتونو له ملا امامانو غوښتي چې خلک «اصلاح» کړي.

د طالبانو امیر د نجونو د زده کړو په څه نه دي ویلي

هبت‌الله اخوندزاده یو ځل بیا د امر بالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت د فعالیتونو په پراخېدو ټينګار کړی او ویلي دي چې له ولایتونو وروسته به د متنفذینو او علماوو شوراګانو د جوړېدو لړۍ ولسوالیو ته وغځېږي.

د طالبانو د مشر په دغه پیغام کې د نجونو او ښځو زده‌کړو ته هېڅ اشاره شوې نه ده.

نور ولولئ: د قطر لومړي وزیر او ملا هیبت الله تر منځ پټه ناسته

نور ولولئ: ملا هیبت الله ته د ملا فضل الرحمان ګواښ؛ تاسو به یا پاکستان انتخابوی یا ټي ټي پي

د طالبانو مشر په اختریز پیغام کې ښکاري چې د بې‌پيلوټه الوتکو له ګزمو وروسته یې په دریځ کې نرمي راغلې. نوموړي له هېوادونو غوښتي چې د افغانستان هوايي حریم ته درناوی وکړي او نږدې اړیکې ورسره وپالي. د هغه په خبره، طالبان له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي.

د ملا هیبت الله فرمانونه په ‘رسمي جریده’ کې خپاره شوي

پر نوموړي د بې پیلوټه ګزمې

د سولې په چارو کې د دولت وزارت پخواني مرستیال عبدالله خنجاني د ملا هبت‌الله اخوندزاده اختریز پیغام ته په غبرګون کې لیکلي چې نوموړي د بې‌پیلوټه الوتکو له ګزمو وړاندې ویلي و چې ۲۰ کاله نور به هم له لویدیځ سره وجنګېږي؛ خو په خبره یې، د ډرون الوتکو له ګزمو وروسته یې له نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتنه کړې ده.

خنجاني لیکلي: «د بې‌پیلوټه الوتکو له ګزمو وړاندې د ملا هبت‌الله پیغام: ۲۰ کاله نور به هم له تاسې (غرب) سره وجنګېږو. د بې‌پيلوټه الوتکو له ګزمو وروسته د ملا هبت‌الله پیغام: موږ له نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو. دا سړی[هبت‌الله] که د جهاد، شهادت او استشهاد ډېر شوقي دی، ولې له شهید کېدو څخه د وېرې له کبله تښتي؟»

د طالبانو د مشر اختریز پیغام داسې مهال خپور شوی چې په مسکو کې د داعش له برید وروسته، بې‌پيلوټه الوتکې چې ویل کېږي امریکا پورې اړوند دي، د کندهار په ګډون د ځينو نورو ولایتونو په فضا کې ګزمې کړې دي. مولوي هبت‌الله له دغو ګزمو وروسته خپل ځای بدل کړی او د دغه ولایت په یوه پوځي مرکز کې ځای په ځای شوی دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button