نړیوال خبرونه

د ملي مصالحې عالي شورا غړي د سولې خبرو کې موثر ندي

د ملي مصالحې عالي شورا غړي د سولې خبرو کې موثر ندي د سولې ولسي مجمع د ملي مصالحې عالي شوراله جوړښت خوشاله نده. دغه ولسي مجمع وايي چې د روغې جوړې شورا غړي سولې ته ژمن ندي او دويي نشي کولۍ چې د سولې خبرو کې خپل موثریت وښايي،

دغې مجمع همدا رنګه د طالبانو سره د دولت د سولې پر مرکچي پلاوي او د ملي پخلاینې شورا پر جوړښت نیوکې کړي.د مجمع غړي وایي دولت د سولې له بهیر سره سیاسي چلند کوي . حکومت کې واکمنې کړۍ غواړي د شخصي ګټو او پر واک د پاتې کېدو لپاره دسولې خبرې  سیاسي کړي او خنډونه ورته رامنځته کوي دوی زیاتوي د ملي پخلاینې شورا کې داسې غړي شامل دي ، چې اصلاً د سولېسره علاقه نه لري، خو طالبان او دولت باید د سولې لپاره رمنځته شوۍ فرست ضایع نشي او خبرې ژر پیل کړي، خو د دوی اندېښنه دا هم ده چې د بندیانو له خلاصون وروسته د شخصي ملېشو د جوړلو اندېښنه هم موجوده ده.

افغان دولت پرون مازدیګر د طالب بندیانو د ازادېدلو لړۍ د بشپړېدو خبر ورکړ. او د سولې بین الافغاني مذاکراتو د پیل پر وړاندې ټولې بهانې له منځه لوتلې، د سولې خپلمنځي خبرې په وار وار د بندیانو د خلاصون او تبادلې له کبله ځنډېدلي وو او دواړو لوریو یو بل سره مخالغتونه درلودل.

دولت د سختو جرمونو د طالب بندیانو د خوشې کولو لپاره د سولې مشورتي لویه جرګه رابللې وه او جرګې هم د ټولو بندیانو د خوشې کولو پرېکړه تأیید کړه یوازې ٨٠ بندیان یې همغه ورځ ازاد شول او پاتې نور یې د حکومت او بهرنیو هېوادونو د ځینو ملاحظاتو له امله پاتې کړل.

ځیني بهرني هېوادونو لکه فرانسې او اسټرالیا د هغو شپږ طالب بندیانو د خلاصون مخالفت وښوودچې د یادو هېوادونو د فوځیانو په وژلو تورن دي، خو اوس ویل کیږي له یادو هېوادونو سره یې خبرې کړي او دا شپږ بندیان به په قطر کې د مذاکراتو په موده کې له امریکا سره نظر بند وي وروسته به د بېرته افغانستان ته راوړل شي او د دغو هېوادونو سره په توافق ازاد شي.

د ملي مصالحې عالي شورا غړي د سولې خبرو کې موثر ندي
د ملي مصالحې عالي شورا غړي د سولې خبرو کې موثر ندي

د یادوولو وړ ده چې افغان حکومت د طالبانو سره مزاکراتو ته چمتو دي خو د بارې لاملونو له امله د دولتي پلاوي قطر ته سفر ځنډېدلۍ . ویل کیږي چې د دغه سفر یو لامل دا دی چې طالباند اسلااباد نه لا هم ندي راستانه شوي افغان دولت وايي چې دويي د اسلام اباد نه نه وي راستانه شوي تر هغې دولتي پلاوۍ قطر ته سفر نشي کولۍ.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button