لوبې خبرونه

د ملي کرکټ ادارې شپیږیزې لپاره نوملیکنه پیل کړه

د ملي کرکټ ادارې شپیږیزې لپاره نوملیکنه پیل کړه.د افغانستان کرکټ بورډ د ۲۰۲۱ کال د شپږیزه کرکټ لیګ د اتم پړاو سیالیو د ډرافټ لپاره د لوبغاړو نوملیکنه پیل کړې ده او یوه فورمه يې هم په خپله وېبپاڼه کې نشر کړې ده.

همدارنګه د فورمې تر څنګ کرکټ بورډ هغه شرایط هم وړاندې کړې دي، چې یو لوبغاړی په کومو شرایطو کولای شي په شپږیزه کرکټ لیګ کې برخه واخلي.کرکټ بورډ لیکلي دي: هغه لوبغاړي چې د ګډون په لاندې شرایطو برابر وي، غوښتنه کېږي چې دا فورم ډک کړي او تذکرې يا پاسپورټ کاپي او د پاسپورټ په اندازه عکس سره د افغانستان کرکټ بورډ ادارې ته واستوي او یا یې سکن کاپي د برېښنالیک له لارې راواستوي.

په شرایطو د برابروالي معیارونه چې لوبغاړی باید له لاندې معیارونو یو ولري.یادو شرایطو کې همدا راز لیکل شوي دي باید په تېرو درې کلونو کې يې ملي لوبډله کې لوبه ترسره کړې وي، باید په تېرو دوو کلونو کې يې په الف ملي لوبډله کې لوبه ترسره کړې وي، باید په تېرو دوه کلونو کې يې د ۱۹ کلنو څخه کم عمره لوبډله کې للوبه ترسره کړې وي یا یې په تېرو دوو کلونو کې د ایمرجینګ لوبډله کې لوبه ترسره کړې وي.

20210524 191500

د ملي کرکټ لوبغاړي باید په ټوله کې پنځه لیسټ اې لوبې ترسره کړې وي، هغه لوبغاړی چې په تېرو دوو کلونو کې د کورني کرکټ قرارداد لرونکی وي، د ایمرجینګ لوبغاړي عمر باید له ۲۳ کلونو څخه ډېر نه وي همدا راز په پای کې د فورمه لېږلو یا سپارلو نېټه هم لېکل شوې ده، چې د ۲۰۲۱ کال د مۍ میاشتې په ۳۰مه نېټه او مازیګر ۳:۵۹ بجې د فورمې لېږلو وروستۍ تاریخ دی.

په فورمه کې بیا د لوبغاړو لپاره پنځه کټګورۍ جوړې شوې دي، چې ایکن لوبغاړی ۵۵۰ زره، ډایمنډ لوبغاړی ۳۶۰ زره، پلاټینیم لوبغاړی ۲۰۰ زره، ګولډن لوبغاړی ۱۲۰ زره او سلور لوبغاړی ۷۵ زره افغانۍ بیه لري.د یادولو وړ ده چې شپیږیزې ته ډېر خلک په تمه دی.او ټول وای چې نندارې ته به ورزو.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button