ځایی

د ملګرو ملتونو استازې متقي ته؛ د افغان نجونو او ښځو حقوق ورکړئ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې له امیر خان متقي سره لیدنه کې ویلي چې د ښځو او نجونو حقوق باید تضمین شي

طالبانو سره له دې چې هېڅ شرعي توجیه نه لري، د افغان ښځو او نجونو پر مخ یې د زده کړو او کار په کولو بندیزونه وضح کړي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره په لیدنه کې د ښځو او نجونو د حقونو د تضمین، د هغوی د زده کړو او کار ته د لاس رسۍ پر برخې ټینګار کړی.

څه باندې دوه کاله کېږي چې د نجونو پر مخ ښوونځي تړل شوي

طالبانو تر شپږم ټولګي لوړې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او په دې اړه په کور دننه او بهر هم اعتراضونو او غوښتنې نه اوري او بابيزه یې ګڼي.

واکمنې ډلې ښځې د کار کولو څخه هم منع کړې دي او اجازه نه ورکوي چې تفريح ځايونو، ورزش، سینګار ځايونو او ډېرو عامه ځایونو ته لاړې شي.

نور ولولئ: طالبان: د ملګرو ملتونو بحثونه د ښځو تعلیم او کار په څېر په وړه مسئله راڅرخي

ملګرو ملتونو په وار – وار له طالب چارواکو غوښتي چې پر نجونو او ښځو لګول شوي بندیزونه لرې کړي؛ خو دغې ډلې تر اوسه دې غوښتنې ته څرګند او مثبت ځواب نه دی ویلی.

په دې لیدنه کې د کډوالو پر ستونزو بحث شوی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د یکشنبې په ورځ (لیندۍ ۵ مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې روزا اوتنبایوا او د هغې مرستیال مارکس پوتزل له امیرخان متقې سره له پاکستانه د راستنېدونکو افغانانو سره د دغه سازمان د مرستو، له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د هڅو پر پياوړتيا او نورو موضوعاتو هم خبرې اترې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د خلکو د بېړنیو اړتیاو په ځانګړي ډول په راتلونکي ژمي کې د ستونزو د حل په موخه د دوامداره مرستو په موخه پر خپلو ژمنو ټینګار کړی.

نور ولولئ: د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی: د افغان ښځو د اساسي حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو هڅې ستایو

بل خوا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې بیا راغلي، چې امیرخان متقې په دې کتنه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ته ویلي: “د نړۍ هېوادونه او سازمانونه باید د منل شویو او رسمي ادرسونو له لارې له افغانستان سره اړیکې ونیسي”.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان په مسکو کې له مخالفو ډلو سره د روسیې له غونډې هم وارخطا معلومېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button