هنر او ادب

د ممتاز محل پېژندنه او د تاج محل د جوړولو راز

په دې لنډه کې ممتاز محل درپېژنو او د تاج محل جوړولو راز درته وایو

ډېری خلک د تاج د لیدو ارمان لري او غواړي چې یو ځل ددې محل ننداره وکړي ځکه د تاج محل افسانوي کیسې ډېرې جالبې او خوندورې دي، خو دوی اکثره بیا په دې نه پوهېږي چې تاج محل چا او ولې جوړ کړ. ددې تر شا رازونه څه دي.

له نن څخه ‍۳۹۲ کاله پخوا د مغول امپراتور شاه جهان ماندینه ممتاز محل د ماشوم په زېږون مړه شوه او شاه جهان د دې په یاد تاج محل ودانۍ جوړه کړه، ځکه شاه‌جهان له ممتاز محل سره ډېره مینه کوله او ورباندې ګرانه وه.

د تاج محل ماڼۍ موقعیت

تاج محل ماڼۍ د هندوستان په شمال کي د اوترا پردېش ایالت په اګرې ښار کي د ممتاز محل پر مقبره جوړه شوې ده چې لیدو ته یې هر کال د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه سیلانیان راځي او له دې ښکلي تاریخي او افسانوي ځای څخه لیدنه کوي.

ممتاز محل چي۱۵۹۳ کال د اپرېل په میاشت کي زېږېدلې وه د ۱۶۳۱ م کال جون په ۱۷ په وفات شوه.

شاه جهان په خپله د ۱۵۹۲ کال د جنورۍ په ۵ مه په لاهور ښار کي زېږېدلی دی.

د شاه‌جهان څلور مېرمنې او ممتاز محل

ویل کیږي چي پر پاچا پر خپلو څلورو مېرمنو کي ممتاز محل ډیره ګرانه وه. د ممتاز محل له مړينې پوره یو کال وروسته؛ په ۱۶۳۱ م کال د هغې د مقبرې پر ودانۍ کار پېل شو او په زرګونو کارګرو او معمارانو د دې ودانۍ په جوړولو کې برخه لرله.

په ۱۶۴۸ م کال د دې ودانۍ کار بشپړ شو او وروسته د مقبرې په شاوخوا کې د باغ او نورو ودانیو کار پای ته ورسېد.

نور ولولئ: د بریتانوي استعمار د وخت ودانۍ د هند پارلمان ته ورکړل شوه

تاج محل ۵۶ متره پلنه او ۵۸ متره لوړه او په لس زره متره مربع کې له سپينو مرمرو جوړه ودانۍ ده. د تاج محل په شاوخوا کي څلور منارې ډېره موده وروسته جوړې شوې دي چي لږ څه کږې دي او هغه له دې کبله چي که په کومه زلزله کي نړېدلې نو به پر ودانۍ نه نړيږي. د تاج محل ختیځ ته یو جومات او په او لوېدیځه برخه کې یو مېلمستون جوړ شوی دی.

کله چې شاه جهان ومړ هغه هم په تاج محل کې د ممتاز محل څنګ ته خاورو ته وسپارل شو.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button