نړیوال خبرونه

د م.م امنیت شورا د افغانستان لپاره د غونډې په ترڅ کې نوی استازی ټاکي

د م.م امنیت شورا په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو د تحقق او څارنې لپاره نوی استازی ټاکي

خو طالبان بیا د ملګرو ملتونو نوي استازي د ټاکلو له اقدام سره مخالف دي او وايي چې د نوي استازي ټاکلو ته اړتیا نشته.

په پام کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۷۲۱ ګڼه پرېکړه لیک پر بنسټ، د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په موخه غونډه جوړه کړي.

په دې تړاو د امنیت شورا خبرپاڼه

د امنیت شورا د خبرپاڼې پر بنسټ، د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان په تړاو د خپلواکې ارزونې د سپارښتنو په اړه د خبرو لپاره دغه غونډه غوره بولي خو د کره نېټې په اړه یې څه نه وايي.

65908ba9b5b1d

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په راپور کې راغلي: «امنيت شورا د ډسمبر پر ۲۹مه د اسيايي مسايلو په اړه د ۲۷۲۱ پريکړه ليک پر بنسټ د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه جوړوي. دا پریکړه لیک د نورو مسایلو تر څنګ د ملګرو ملتونو له سرمنشي غواړي چې د ګټه اخیستونکو په ټولییزې سلا سره د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکي.»

نور ولولئ: ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه د متحده عربي اماراتو وړاندیز شوی پرېکړه لیک تصویب کړ

نور ولولئ:  کرزی: نړیوال باید د طالبانو نظام چپه نه کړي

نور ولولئ: حامد کرزی: طالبان دې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د نوم ساتلو هڅه وکړي

خو طالبان بیا د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په کتو د نوي ځانګړي استازي ټاکل ګټور نه بولي او زیاتوي چې د افغانستان لپاره د نوي استازي ټاکلو ته اړتیا نشته.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل: « د اسلامي امارت دریځ په دې اړه روښانه دی چې د یو نوي استازي ټاکل اړین نه دي ځکه استازی د هغه هېواد لپاره ټاکل کیږي چې جګړه او ناورین وي پکې خو په افغانستان کې نه جګړه شته او نه هم ناورین.»

تازه؛ متقي وايي چې افغانستان کې د یوناما په شتون کې ځانګړي استازي ته اړتیا نشته

د افغانستان لپاره د ځانګړې استازي ټاکل څومره اړین دي؟

شاوخوا دوه کاله پوره کېږي چې د طالبانو رژیم پر کابل واکمن دی، خو په دې موده کې تر اوسه یوه هېواد هم د دوی رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی.

شنونکې وايي چې که د ملګرو ملتونو له لوري افغانستان ته ځانګړی استازی وټاکل شي، نو ددوی په باور دغه د رسمیت نه پېژندلو کنګل به مات او له نړیوالو سره به د کابل تعامل ته زمینه برابره شي.

خو ځینې نور بیا په دې نظر دي چې که طالبان له افغانانو داخلي مشروعیت تر لاسه نه کړي، نو نړیوال یې په رسمیت نه پېژني.

د یادونې وړ ده چې طالبانو د رسمیت پېژندنې په برخه کې د نړیوالو غوښتنې نه دي منلي چې په دې کې یوه هم ښځو ته حقوق ورکول دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button