نړیوال خبرونه

د ننګرهار د پوهنې ریاست زده کونکو ته انلاین تدریس پیل کړ

له څلورم څخه تر نهم ټولګي پورې د زده‌کوونکو لپاره د شرق راډیو تلویزیون له لارې د درسونو لړۍ پیل شوه. شرق راډیو تلویزیون د یونسیف په تخنیکي مرسته زده‌کوونکو ته په وړیا توګه تدریس کوي. د ننګرهار د پوهنې رییس حسيب الله شينواري د شرق راډیو تلویزیون له مشرتابه مننه وکړه چې د کرونا په دې حساس وخت کې، چې ښوونځي تړلي، دوی د راډیو تلویزیون له لارې زده‌کوونکو ته تدریس کو

د پوهنې رییس وویل چې تر دې مخکې انعکاس تلویزیون د لسمو، یوولسمو او دوولسمو ټولګیو لپاره د ساینسي مضامینو د تدریس لړۍ پیل کړې ده.

په همدې مناسبت نیول شویو مراسمو ته ننګرهار والي شاه محمود میاخیل هم په خپلو خبرو کې د شرق راډیو تلویزیون له خوا د دغې لړۍ د پیل له امله خوښي وښوده او د زده‌کوونکو له والدینو یې وغوښتل چې خپل اولادونه دراډیویي او تلویزیوني درسونو اوریدو او لیدو ته وهڅوي.

د شرق نیټ ورک مشر انجیر شفیق الله شایق له خپله اړخه د ننګرهار ولایت اوسېدونکو، خصوصاً زده‌کوونکو ته ډاډ ورکړ چې نه یوازې د کرونا په شپو ورځو کې، بلکې تر کرونا وروسته به هم دا لړۍ په وړیا توګه روانه وساتي.

د ننګرهار د پوهنې ریاست زده کونکو ته انلاین تدریس پیل کړ

په ننګرهار کې د شرق راډیو تلویزیون له خوا له ۴ څخه تر نهم ټولګي پورې د تدریس لړۍ په داسې وخت کې پیلېږي چې په ننګرهار کې انعکاس تلویزیون، دوست راډیو او خوست ولایت کې غرغښت تلویزیون، سولې پیغام راډیو او نورو سیمه‌ییزو راډیوګانو هم دا لړۍ پیل کړې او اغېزمنه روانه ده

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button