نړیوال خبرونه

د نوې اردو د جوړولو لپاره څه باندې ۱۳۰ زره ځواکونو نوم لیکنه کړې

دفاع وزارت وايي چې د نوې اردو د جوړولو لپاره دم کړۍ څه باندې ۱۳۰ زره ځواکونو نوم‎لیکنه کړې ده. د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي وايي دفاع وزارت هوډ لري چې په هېواد کې یوه ۱۵۰ کسیزه اردو جوړه کړي چې په دې برخه کې کار په چټکۍ سره روان دی.

ښاغلي خوارزمي وویل:«څه باندې ۱۳۰ زره تنه ثبت شوي او دا بهیر دوام لري. د نوم لیکنې بهیر له بشپړېدو سره، د افغانستان خلک به د یوې مجهزې، خپلواکې، ژمنې اردو چې امنیت تامین، له خاورې او پولو دفاع وکړي شاهد وي.»

په داسې حال کې د نوې اردو په جوړونه کې د پرمختګونو په تړاو خبرې کېږي چې، لا تر اوسه د دغې اردو یونیفورم مشخص شوی نه دی او دفاع وزارت هم وايي، دغه چاره به وخت ونیسي. د دغه وزارت ویاند همداراز زیاتوي، هغو ښځو چې د ملي دفاع وزارت په چوکاټ کې کار کاوه دم‎ګړۍ یې هم معاشونه ورکول کېږي او ځينې یې د دغه وزارت په بېلابېلو څانګو کې فعالیت هم لري.

نور یی ولوله | شکیب الحسن له کورونا رغېدلی دی

عنایت الله خوارزمي زیاتوي:«هغه مېرمنې چې په دفاع وزارت کې وې، اوس هم شته دي، مثلاً په روغتیايي قومندانۍ کې دي او فعالیت کوي. په نورو برخو کې چې هم وې دفاع وزارت او مشرتابه به پرېکړه وکړي. تراوسه یې معاشونه هم ورکول کېږي.» د نظامي چارو شنونکي بیا د داسې یوې اردو د رامنځته کېدو غوښتونکي دي چې، په کې تجربه لرونکي او مسلکي کسان جذب شي.

د پوځي چارو شنوونکی اسد الله ندیم وايي:«هغه څه چې مهم او د پام وړ دي؛ د ښوونې او روزنې موضوع، مسلکي چمتووالی، عملیاتي وړتیاوې، تجهیزات او د یوې اردو بودیجه ده.» د پوځي چارو بل شنوونکی ثمرسادات هم څرګندوي:«باید یوه واقعاً ملي، مسلکي، متخصصه، بې پرې او پر خپل ځان متکي اردو جوړه شي.»

په تېر حکومت کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو شمېر شاوخوا ۳۵۲ زرو ته رسېده. له دې منځه یوازې ۱۹۰ زره یې د ملي اردو ځواکونه وو؛ خو واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدو وروسته سره وپاشل شول او د راپورونو پر بنسټ، ډېری دغه نظامیان اوس د خپل مسلک پر ځای د یوې نمړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره سخت کارونه کوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button