لوبې خبرونهنړیوال خبرونه

د نړيوالو شل اوريزو لوبو کې زیاتې منډې کومو لوبغاړوجوړې کړي؟

دکرکټ نړيوالوټي ټونټي سياليو له شروع کېدو سره سم چټکې توپوهنې ته هم ځانګړې پاملرنه وشوه او بۍټسمنان هڅه کوي چې په ټي ټونټي سياليو کې تر نورو ډېره چټکه توپوهنه شروع کړي،ټي ټونټي چې اکثره لوبغاري پکې تېزه لوبه کۍ پکې او اکثره د اسیا توپوهونکي پکې په اول نمبر باندې دۍ،

هغه لوبغاړوزکر کوو، چې په نړيوالو شل اوريزو سياليو په يو کال کې يې ډېرې منډې ترلاسه کړې وي.د ايرلېنډ لوبغاړي په دې برخه کې تر نورو مخکې دى او پال سټرلينګ بيا په نړيوال شل اوريزو لوبو کې تر نورو لوبغاړو په يو کال کې ډېرې منډې ترلاسه کړې دي.

پال سټرلينګ په ٢٠١٩ کال کې د ٤١.٥٥ په اوسط په ٢٠ لوبو کې ٧٤٨ منډې ترلاسه کړې دي، چې په ١٤٠.٦٠ سټرايک رېټ يې توپوهنه ترسره کړې ده.دا په يو کال کې د يوه توپوهونکي له لوري تر ټولو زياتې منډې دي. همدا راز ورپسې هم د ايرلېنډ کيوين اوبراين راځي، چې هغه هم په ٢٠١٩ کال کې په ٢٣ لوبو کې ٧٢٩ منډې ترلاسه کړې دي، د نوموړي اوسط ٣١.٦٩ دى او سټرايک رېټ يې ١٥٥.٤٣ دى.

د نيدرلېنډز مېکس اودود بيا دريم هغه توپوهونکى دى چې په يو کال کې يې ډېرې منډې ترلاسه کړې دي. نوموړي په ٢٠١٩ کال کې په ٢٤ لوبو کې ٧٠٢ منډې ترلاسه کړې دي، چې ٢٩.٢٥ يې اوسط او ١٢٠.٨٢ يې سټرايک رېټ دى. د هند شيکر دهون بيا په ٢٠١٨ کال کې په ١٨ لوبو کې ٦٨٩ منډې ترلاسه کړې دي او د هند لوبډلمشر ويراټ کوهلي بيا په ٢٠١٦ کال کې په ١٥ لوبو کې ٦٤١ منډې کړې دي.

همدا راز د نيدرلېنډز بين کوپير په ٢٠١٩ کال کې په ٢١ لوبو کې ٦٣٧، د ايرلېنډ انډي بالبيرني په ٢٠١٩ کال کې په ٢١ لوبو کې ٦٠١، د هند روهيت شرما په ٢٠١٨ کال کې په ١٩ لوبو کې ٥٩٠، د پاکستان فخر زمان په ٢٠١٨ کال کې په ١٧ لوبو کې ٥٧٦، د پي اېن جي ټي پي اورا په ٢٠١٩ کال کې په ١٧ لوبو کې ٥٧٢ منډې ترلاسه کړې دي.

د ګاونډي هیواد پاکستان بابر اعظم بيا په ٢٠١٨ کال کې په ١٢ لوبو کې ٥٦٣، د نېپال پي کړکا په ٢٠١٩ کال کې په ١٨ لوبو کې ٥٤١، د اسټراليا ارون فينچ په ٢٠١٨ کال کې په ١٧ لوبو کې ٥٣١، د سکاټلېنډ مونسي په ٢٠١٩ کال کې په ١٥ لوبو کې ٥٢٦ منډې کړې دي.

همدا رنګه د افغانستان چټک توپوهونکي او ويکټ ساتونکي محمد شهزاد بيا په ٢٠١٦ کال کې په ١٥ لوبو کې ٥٢٠ منډې کړې دي، چې اوسط يې ٣٧.١٤ دى او سټرايک رېټ يې ١٥٢.٩٤ دى،افغانستان هم باید ټي ټونټي سیالیو ته نورهم کار وکړي، ترڅو په نریوالو سیالیو کې افغانستان ته ویاړ راوړي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button