د نړیوالې ټولنې افغانستان سره تازه مرستې

د نړیوالې ټولنې افغانستان سره تازه مرستې.ګڼو مرستندویو هېوادونو له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره د څه باندې یو میلیارډ ډالرو په اندازه د بسپنې ورکولو ژمنه وکړه.
د ملګرو ملتونو جنرل سېکرېټري انتونیو ګویتېرېش د سېپټېمبر پر ۱۳مه په جنیوا کې د ملګرو ملتونو رابللي کنفرانس ته په خپله وینا کې وویل، دا مهال افغانان تر لسیزو جګړو او کړاوونو وروسته د تر ټولو سختو شېبو لاندې تېرېږي. نوموړي زیاته کړه، د افغانستان خلک لاسنیوي ته اړتیا لري. اوس د دې وخت دی چې نړیواله ټولنه یې ترڅنګ ودرېږی.
د ګویتېرېش په وینا ، دا کنفرانس د دې لپاره نه دی چې د افغانستان خلکو ته به څه ورکوو، بلکې موږ د دوی پوروړي یو.”ملګرو ملتونو له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو لپاره په اصل کې د ۶۰۶ میلیونه ډالرو بسپنې غوښتنه کړې وه.

ګویتیریش خبرداری ورکړ چې د سږني کال تر پایه ښايي په افغانستان کې د خوړو کمښت لا زیات شي.د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام تر دې مخکې ویلي ول چې ۱۴ میلیونه افغانان د سختې لوږې له خطر سره مخامخ دي.
د اګست پر ۱۵مه پر کابل د وسله والو طالبانو د ولکې تر ټینګولو وروسته په افغانستان کې اقتصادي چارې ټکنۍ او د بشري بحران په اړه اندېښنې لا پسې زیاتې شوې دي.