اقتصاد او سوداګري

د نړیوال بانک په مرسته راتلونکې میاشت د کاسا۱۰۰۰ پروژې کار پیلېږي

طالبانو خبر ورکړی چې د نړیوال بانک په ملاتړ به راتلونکې میاشت د کاسا۱۰۰۰ پروژې کارونه پیل شي

طالبانو اعلان وکړ چې د کاسا۱۰۰۰ پروژې د پیل په اړه له ټولو اړخونو سره هوکړې ته رسېدلي دي.

طالبانو د ترکیې په استانبول کې د قرغزستان، ازبکستان، افغانستان او پاکستان له پلاوو سره دوه ورځنۍ غونډه درلوده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله اېکس پاڼه لیکلي “تیره ورځ د کاسا یو زر پروژه چې له منځنۍ اسیا څخه جنوبي اسیاته د بريښنا د انتقال یوه مهمه پروژه ده، د قرغیزستان، ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ لاسلیک شوه.”

نوموړي ویلي “نړیوال بانک د دغې پروژې تر شا ده او مالي ملاتړ به يې کوي.”

د یادې غونډې دوه ورځې دوام

په دې اړه ناسته د مارچ په اوومه او اتمه ترکیه کې جوړه شوې وه، او نن د مارچ په نهمه یې پایلې رسنیزې شوي دي.

ذبیح الله مجاهد وایي “یاده پروژه به د راروانې میاشتې په پای کې عملا شروع شي.”

نور ولولئ: نړیوال بانک په افغانستان کې د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د بیا پیل لپاره ۳۰۰ میلیون ډالر ځانګړي کوي

نور ولولئ: د کاسا ۱۰۰۰ په اړه د دریو هېوادونو غوښتنه

‘کاسا زر’ له قرغیزستان څخه د تاجکستان او افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا انرژۍ لېږد تر ټولو ستره پروژه ده چې لومړني کارونه یې افغانستان کې د جمهوریت پر مهال پیل شول خو د طالبانو بیا واکمنېدو راهیسې یې په اړه بیا له دې وروستۍ ناستې ستر پرمختګ نه و.

پرزول شوی افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ۲۰۲۰م کال پیل کې د کابل سروبي ولسوالۍ کې د کاسا زر پروژې د بنسټ ډبرې اېښېدو پر مهال

gingcljwmaeony8

د کاسا۱۰۰۰ پروژې د خبرو پیل

د کاسا زر پروژې بحثونه په ۲۰۰۶ میلادي کال کې هغه مهال پيل شول، چې قرغیزستان او تاجکستان غوښتل له خپلې اړتیا زیاته برېښنا په افغانستان او بیا له همدغې لارې پر پاکستان وپلوري.

د همدغه کال په پای کې د څلور واړو هېوادونو ترمنځ تفاهم لیک هم لاسلیک شو.

د دې پروژې له مخې، قرغیزستان او تاجکستان به د یو ۱۲۲۲ کیلومتره د انرژۍ انتقال لیکې پرمټ ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا افغانستان ته او ۱۰۰۰ مېګاواټه پاکستان ته لېږدوي.

دا پروژه د نړیوالو سازمانونو په مالي ملاتړ په لومړي ځل د ۲۰۱۶م کال په مۍ میاشت کې پرانیستل شوې وه.

په ښکاره پاکستان کې د انرژۍ بحران او افغانستان کې د طالبانو ډاډمنتیا ته په کتو ښکاري چې نړیوال بانک یې له دوه کالن ځنډ وروسته بیا د ملاتړ ټټر ډبولی.

په همدې وخت کې طالبان هڅه کوي تر څو په افغانستان کې د لویو پروژو پلي کولو ته زمینه برابره کړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button