لوبې

د نړیوال شل اوریز جام ته د لارموندنې لومړي پړاو کې ایرلېنډ، نیپال، عمان او امارات تر نیمه پایلوبې ورسېدل

نن د نړیوال شل اوریز جام ته د لارموندنې د لومړني پړاو لوبې دریمه ورځ هم پای ته ورسېده، چې ایرلېنډ، نیپال، متحده عربي امارات او عمان پکې تر نیمه پایلوبې ورسېدې.

نن نهمه لوبه د ایرلېنډ او جرمني ترمنځ ترسره شوه، چې جرمني په لومړۍ توپوهنه ایرلېنډ ته د ۱۰۸ منډو هدف وټاکه، چې ایرلېنډ دا هدف د ۳ ویکټو په زیان ۱۴ اور کې پوره کړ او نیمه پایلوبې ته لار وموندله.

لسمه لوبه د بحرین او متحده عربي اماراتو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې بحرین په لومړي وار توپ وهنې سره اماراتو ته د ۱۷۳ منډو هدف وټاکه، چې هغوی ورته په ځواب کې ۱۷۰ منډې وکړې او په ۲ منډو یې لوبه وبایلله، خو نیمه پایلوبې ته ووتله.

نور یی ولوله | ژر پخېدونکي خواړه روغتیا لپاره څومره خطرناک وي؟

یوولسمه لوبه د کاناډا او نیپال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې کاناډا په لومړي وار توپ وهنې سره نیپال ته د ۸۱ منډو هدف وټاکه، چې هغوی ورته دا هدف د ۲ ویکټو په زیان په ۱۵ اور کې پوره کړ او نیمه پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.

دولسمه لوبه د فلیپین او عمان ترمنځ ترسره شوه، چې فلیپین په لومړي وار توپوهنې سره عمان ته د ۳۷ منډو هدف ورته وټاکه، چې هغوی دا هدف د یوې ویکټې په زیان ۳ اور کې پوره او نیمه پایلوبې ته ووتله.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button