نړیوال خبرونه

د نړی تر ټولو سپین ګیری محصل

د نړی تر ټولو سپین ګیری محصل د نړۍ ترټولو زوړ محصل د ايټاليا له پاليرمو یونیورسټی څخه فارغ شو.غه محصل چې جوسپيني پتيرنو نوميږي او ۹۶ کاله عمر ېې دی د ايټاليا له پاليرمو پوهنتون د تاريخ او فلسفې ډیپارټمنټ څخه يې د فراغت سند واخیست.

ښاغلی پتيرنو د دوهمې نړيوالې جګړې پرمهال سرتيری وه او د دوهمې نړيوالې جګړې وروسته يې د ايټاليا د اوسپنې پټلۍ په يوه شرکت کې کار کولو.پتيرنو د خپل ځان په اړه وايې، د ۹۰ کلنۍ وروسته يې ليکلو او لوستلو ته پام شو، هغه وايې زما راتلوونکی پلان ليکل او لوستل وه.د ۹۰ کلنۍ وروسته مې غوښتل خپل ډير وخت ليکلو او لوستلو ته ورکړم، غوښتل مې ټولو هغه متنونو چې نه مې دي لوستلي د راتلوونکي لپاره يې ولولم او همدا زما هدف وو.

نوموړی چې ځوان لمسيان هم لري، هغه د کمزورې اقتصاد له امله ونه شو کړی چې په ځوانۍ کې تعلیم وکړي.هغه وايې، زه لکه د نورو خلکو پشان يو عادې وګړی يم، هغه وايې چې له هغې څخه د فراغت وروسته وپوښتل شول چې ته ولې دومره ډير عمر کې فارغ شوي؟هغه ويل ما ځواب ورکړ د تعليم د حاصلولو لپاره ډير يا کم عمر مهم ند دی بلکې هر هغه وخت چې انسان د تعليم لپاره وخت او موقع پيداکړه بايد زدکړې وکړي او زما په څېر ریکارډ جوړ کړي.

ښاغلی پتيرنو د ايټاليا د پاليرنو یونیورسټی څخه د فراغت ترڅنګ د نړۍ د زړو محصل په وياړ يو جايزه هم تر لاسه کړه.هغه د ځان په اړه دا هم وايې چې له ځوانۍ يې ليک او لوست سره بی کچي مينه لرله او غوښتل ېې تعلیم حاصل کړي.

img 20210223 140244

خو د کمزورې اقتصاد له وجهې يې ونه شو کړی چې پوهنتون ولولي او هغه هيله يې اوس په بوډاوالې کې پوره شوه.تر دې مخکې د امريکا متحده ايالاتو هم يو زړو محصل په پوهنتون کې زده کړې کولي خو د هغې عمر ۸۱ کاله وه.هېره ړې نه وي چې په افغانستان کې هم ځینې وخت کې مونږ ګورو چې د کانکور سپین ګیري کساندځانونه راجستر کوي.

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button