نړیوال خبرونه

د نړۍ تر ټولو ګرانبيه صابون، يو دانه په ٢٨٠٠ ډالر دى

تاسې به د ډېرو ګرانبيه شيانو په اړه اورېدلي وي، خو نن درته د يو داسې صابون په اړه معلومات درکوو، چې د نړۍ تر ټولو ګرانبيه صابون دى. د راپورونو په وېنا، د لبنان په تريپولي ښار کې يو کوچني شرکت داسې ګرانبيه صابون جوړ کړى دى، چې د ١٠٠ ګرامو يو صابون يې په ٢٨٠٠ امريکايي ډالرو پلورل کېږي، چې په افغانيو کې دا شاوخوا ٢٠٠ زره افغانۍ کېږي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې د لبنان په تريپولي ښار کې د صابون جوړولو يو ډېر پخوانى شرکت دى، چې له لسګونو کلونو راهيسې په پخوانۍ طريقه ګرانبيه صابونونه او د مخ د ساتنې لپاره نور توکي جوړوي. دا شرکت د يوې کورنۍ ملکيت دى، چې اوس يې نوم (بدر حسن اېنډ سنز) دى. د دوى صابونونه او نور توکي په هر ځاى کې نه ترلاسه کېږي، بلکې دا يوازې په دوبۍ او د متحده عربي اماراتو په يو څو پلورنځيو کې پلور ته وړاندې کېږي، چېرته چې هر څه ډېر ګرانبيه دي او يوازې شتمن خلک ورځي.

دا هم ولولئ | (ای اې اي اې) ادارې ایران نړیوالو پلټونکو ته اجازت نه ده ورکړې

په ټولنيزو رسنيو کې تازه يوه ويډيو خپره شوې ده، چې د دې شرکت مشر عامر حسن پکې يو دانه صابون خلکو ته ښايي او وايي چې د دې بيه ٢٨٠٠ امريکايي ډالر ده. له دې مخکې په ٢٠١٥ کال کې بي بي سي په دې صابون باندې يو ځانګړى راپور هم خپور کړى و. د دې صابون په جوړولو کې د زېتون خالص تېل، اصلي عسل، عود او د کجورو د اوبو پرته د طلا کوچنۍ ذرې او د الماسو مېده اوړه هم اچول کېږي، له همدې امله دا صابون دومره ګران دى.

دا خو تراوسه پورې معلومه نه ده چې دا ګرانبيه صابون په پلورنځيو کې هم پلورل کېږي او که نه، خو څومره معلومات چې ترلاسه شوې دي، له هغې څخه معلومېږي، چې دا صابون د خلکو په ځانګړې غوښتنه جوړېږي. کله چې دا صابون جوړ شي، نو دا په يو ښکلي پوښ کې بندول کېږي او د هر چا لپاره چې جوړ شوى وي، د هغه نوم هم پرې په ښکلې خطاطۍ کې ليکل کېږي.

د دې صابون نوم (خان الصابون) دى، چې په لومړي ځل دا په ٢٠١٣ کال کې د قطر د لومړۍ مېرمنې لپاره د ډالۍ په توګه جوړ شوى و. له هغه وخت څخه نيولې تراوسه پورې د نړۍ تر ټولو ګرانبيه صابون وياړ لري.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button