Uncategorizedژوند

د نړۍ د کومو هېوادونو د نفوس د زياتېدو کلنۍ کچه لوړه ده؟

په نړۍ کې د انسانانو وېش يو شان نه دي، په ځينو هېوادونو کې د وګړو شمېر د هغه هېواد له طبيعي منابعو څخه زيات دی، بلخوا په ځينو نورو هېوادونو کې طبيعي منابع تر بشري ځواک زياتې دي. په دغه ليکنه کې هغه هېوادونه درپېژنو چې د نفوسو د زياتېدو کلنۍ سلنه يې تر نورو هېوادونو لوړه ده

۱- نيجر:

د افريقا لويې وچې په نيجر هېواد کې د وګړو کلنی زيات والی د نړۍ له ټولو هېوادونو ډېر دی. په نیجر هېواد کې هر کال ۳٫۷ سلنه نفوس زياتيږي چې د نړۍ په نورو ټولو هېوادونو کې بې ساری دی. د نيجر هېواد د نفتي منابعو او يورانيم ډبرو له لرلو سره-سره د نړۍ له غريبو هېوادونو شمېرل کيږي. دغه کوچنی وروسته پاتې هېواد په وچه کې ايسار دی چې په ۱۹۶۰ ميلادي کال کې يې له فرانسې خپلواکي ترلاسه کړې او پايتخت يې نيامي ښار دی.

۲- افغانستان:

په افغانستان کې هم د نفوسو د ډېروالي کلنۍ کچه لوړه ده. افغانستان د ۲٫۹ سلنه لوړيدو سره د نړۍ دويم هېواد بلل کيږي چې له نيجر وروسته په دغه لېست کې ځای ورکړل شوی دی. افغانستان هم د نړۍ له غريبو هېوادونو دی چې پرلپسې جګړو سخت څپلی دی او د بې شمېره طبيعي منابعو له درلودلو سره لا هم د بهرنيو هېوادونو په مرستو چليږي.

نور ولولئ: د افغانستان تازه نفوس څومره دی؟

۳- نايجريا:

نايجريا فډرالي جمهوريت د افريقا لويې وچې تر ټولو ډېر نفوس لرونکی هېواد دی چې د وګړو ډېرېدو کلنی کچه يې ۲٫۴ سلنه ده. نايجريا هم د نيجر په شان د افريقا په لوديځ کې موقعيت لري او پايتخت يې آبوجا هېواد دی.

۴ارجنټاین:

په سويلي امريکا کې پروت ارجنټاين هېواد د نفوسو ډېرېدونکو هېوادونو په کلنۍ درجه بندۍ کې ځلورم ځای لري. په نوموړي هېواد کې دغه کچه ۰٫۹ سلنه ده.

۵- هندوستان:

هندوستان د نړۍ تر ټولو ډېر نفوس لرونکی هېواد دی او لا هم د وګړو د کلنۍ ډېرېدنې کچه پکې لوړه ده او د نړۍ په سطحه په پنځم ځای کې موقعيت لري. د وګړو زياتېدو کلنۍ کچه يې اوس مهال ۰٫۸ سلنه ده.

۶- ډنمارک:

په ډنمارک هېواد کې د وګړو د کلنۍ ډېرېدنې کچه ۰٫۴ سلنه ښودل شوې چې د نړۍ په سطحه په شپږم مقام کې ځای لري.

۷- انګلستان:

په انګلستان کې بيا د وګړو کلنۍ ډېرېدنه د ډنمارک په شان ۰٫۴ سلنه ده.

۸- آسټراليا:

په آسټراليا هېواد کې نفوسو د زياتېدو کلنۍ کچه ۰٫۱ سلنه ښودل شوې ده.

۹- امريکا متحده ايالات:

د امريکا په متحده ايالاتو کې د وګړو زياتېدو کلنۍ کچه د آسټراليا په څير ۰٫۱ سلنه ده.

۱۰- چين:

چين د نړۍ دويم هېواد دی چې ډېر نفوس لري او اوس مهال يې د وګړو د ډېرېدو کلنۍ کچه ۰٫۱ سلنه ده.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button