سات تيري

د نړۍ ۵ حیرانوونکې او جالبه طبیعي او حيرانونکې پیښې

په نړۍ کې خورا عجیبه او حیرانوونکې طبیعي پیښې شوې دي، دا نړۍ الله سبحانه وتعالی ډېره په زړه پوري او د زياتو متحيرو او طبیعي پدیدو څخه ډکه خلق کړې ده، له دې جملې ۵ هغه يې په دې مطلب کي تاسو درنو لوستونکو ته درپېژنو

۱-د کبانو باران:

د «هندوراس» اوسېدونکو ته د کبانو باران کوم جالب شی نه دی؛ دا باران هرکال په می او جولای مياشتو کي ددغه هيواد په «دیپارتا منتو دیورو» سيمه کي کيږي. شاهدان وايي چي د کبانو دا باران په اسمان کي تر ورېځو راټولېدو وروسته پیل کیږي او د درنو اورښتونو، رعد و برق، شدید طوفان او باران وروسته رامنځته کيږي. يوازي طوفان يې شاوخوا دوه یا درې ساعته دوام کوي او کله چي پای ته ورسیږي، ډېری ژوندي کبان پر مځکه موندل کیږي. ددې سیمي خلک دا کبان د پخلي لپاره راټولوي.

نور ولولئ: په دوبۍ کې د لیدو لپاره غوره ځای

له ۱۹۹۸م کال څخه د هندوراس په «يورو» ښار کي هرکال د باران ماهيانو فیسټیوال هم ترسره کیږي چي له دغو کبانو تيار شوي خواړه پکي نندارې ته وړاندي کیږي.

۲- د لمر وړانګو لمبې:

د آټوموسفېر دا طبیعي پېښه چي په «لمر وړانګو لمبې» يا «رنگین کمان آتشین» هم معروفه ده، هغه مهال ليدل کيږي کله چي لمر له آسمان څخه پورته وي؛ د بېلګي په ډول د اُفق له سطحي ۵۸ درجې لوړ واقع وي. په دې وخت کي د لمر وړانګي د رڼو ورېځو او لوړي سطحي له منځه تېريږي.

هغه وخت چي دغه وړانګي ۶ ضلعي کرسټالونو ته داخليږي، د تېرېدو پرمهال دا وړانګي د ښکلا ډکه او ځانګړې جلوه خپروي؛ کله-کله دا طبیعي پدیده تر يوه ساعت ډېر دوام کوي، چي د نور او رڼا ترڅنګ ښکلا هم زياتيږي او طبیعت ځانګړې ځلا وړاندي کوي.

۳- برېښنا او تندر يا «رعد و برق»:

برېښنا او تندر يا «رعد و برق» هم یوه ځانګړې طبیعي پدیده ده؛ دا پېښه تر ډېره په سيمو پوري اړوند ده چې په هغو سيمو کي چي زيات بارانونه کيږي، هلته دا پېښه ډېره واقع کيږي. هلته چي د اورښت کچه لوړه ده، دا پېښه خامخا موجوده ده، حتا د برېښنا او تندر پېښي د نړۍ د لوړ فريکونسي لرونکي جنراتور برق ۴۰۰ کېلومتره وړاندي قطع کوي؛ ترڅنګ يې دا طبیعي پېښه په سيندونو کي د کښتيو د جهت موندلو لپاره ګټوره طريقه ده چي د تېزو بادونو او طوفانونو پرمهال هم رامنځ ته کيږي.

نور ولولئ: د کلونجي ١١ حیرانونکې ګټې چې تاسو به هیڅکله نه وي خبر

۴- خسوف او کسوف يا «تور لمر»:

په حقیقت کي لمر نيونه او سپوږمۍ نيونه په فلکي نظام کي د الله سبحانه وتعالی د قدرت دوې ستري نښي دي. دا پدیدې په ډنمارک کې د تور لمر په نوم پېژندل کیږي؛ هرڅوک کولای شي، د مارچ څخه تر اپریل میاشتي پوري دا پېښي د لوېدیځ ډنمارک په څنډو کې ننداره کړي او د همدې لپاره ورته د ډنمارک له سویل څخه د یوې ورځي لپاره خلک راځي.

۵- د نړۍ ترټولو لویې څپې:

هرکال دوه ځله د فبرورۍ او مارچ میاشتو ترمنځ، د اطلس آقيانوس بحر اوبه په برازیل کي د «آمازون» سیند سره ګډيږي‌ چې د نړۍ ترټولو لوی بحري موجونه رامنځته کيږي. دا پدیده «پوروروکا» نومیږي، ځیني وختونه يې جګوالی ۱۲ فوټه ته رسيږي او نږدې نیم ساعت دوام کوي. د سیمي خلک وايي، کله چې دا څپې راځي، نيم ساعت وړاندي ډارونکي ږغونه راځي. دا څپې دومره قوي دي، چي کولای شي د مځکي پرمخ هرڅه له مېنځه یوسي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button