ځاییژوند او ټولنهکورني خبرونه

د هرات خونړۍ زلزله؛ متحده عربي اماراتو یې قربانیانو ته موقت روغتون جوړ کړ

د عربي متحده اماراتو د روغتیا وزارت هرات ولایت کې د زلزلې قربانیانو د درملنې لپاره موقت روغتون جوړ کړی دی

د عربي متحده اماراتو د دولت له لوري له زلزله ځپلو سره د مرستو په لړۍ کې دا ځل هرات ولایت کې د زلزله‌ځپلو لپاره یو موقت روغتون جوړ کړي چې په هغه کې د یادې زلزله د قربانیانو علمیات کېږي او تداوي یې کېږي.

نور ولولئ: د متحده عربي اماراتو خواخوږي؛ له زلزله ځپلو سره یې بېړنۍ مرسته وکړه

ددې روغتون ډاکټران به په ۲۴ ساعتونو کې ۸ ساعته کار کوي او د ناروغانو او ټپیانو درملنه به کوي، ځکه زلزله‌ځپلي خلک او کورنۍ د خوړو او سرپنا تر څنګ روغتیايي خدماتو ته هم اړتیا لري چې په دې برخه کې عربي متحده اماراتو خپله همکاري وښودله.

ددې روغتون سهولتونه

دغه روغتون د عربي متحده امارتو له لوري په ۱۴ کانټینرونو کې جوړ شوی او د یوه روغتون ټول اړین روغتیایي توکي پکې دي.

د هرات لپاره د طالبانو د اطلاعات او کلتور مشر احمد الله متقي پر ایکس پاڼه د عربي متحده امارتو له لوري په اته ساعته کې د ګرځنده جوړ شوي روغتون ویډیوګانې خپرې کړې دي.

نور ولولئ: متحده عربي اماراتو کې له افغان مشرانو او سوداګرو سره د ټوماس وېسټ لیده کاته

نوموړی وايي، یوه ورځ وړاندې د عربي متحده اماراتو یو پلاوی هرات ولایت ته ورغلی او ژمنه یې وکړه چې په اته ساعته کې به د زلزله ځپلو کسانو د درملنې لپاره روغتون جوړ کړي.

د نوموړي په خبره د «اماراتو پلاوي خپل ژمنه پوره کړه او یو مجهز بیړنی روغتون یې جوړ کړ.»

د متقي په خبره په یاد روغتون کې به شاوخوا ۶۰ روغتیا پالان کار کوي.

د عربي متحده اماراتو نورې مرستې

څو ورځې وړاندې متحده عربي اماراتو په افغانستان کې له هغو خلکو سره د ۳۳ ټنو خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وکړه چې د افغانستان په جنوب هرات ولایت کې څو ورځې وړاندې زلزلې وځپل او د سر او مال دروند زیان یې ورته واړوه. په یاده زلزله په زرګونو کسان اغېزمن شوي چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

له افغانانو سره شوي مرسته زاید بن سلطان النهیان د خیریه بنسټ او نورو بنسټونو څخه راټوله شوي او بیا زلزله ځپلو ته لېږل شوي ده.

د عربي متحده امارتو له لوري یاد بیړنی روغتون داسې مهال جوړیږي چې په هرات کې د تېرې څه باندې یوې اونۍ زلزلو له امله ناورین را منځته شوی.

د یادونې وړ ده چې وروستۍ زلزلې په هرات ولایت کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله او ډېره کورونه یې له یوې مخې له منځه وړي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button